ټکنالوژي

مایکروسافټ افس ۲۰۱۶ به ډیر ژر کاروونکو ته وړاندې شي

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۴مه، ۱۳۹۳ل): مایکروسافټ کمپنۍ تیره ورځ د وینډوز ۱۰ او د دغې کمپنۍ مایکروسافټ افس مشهور پروګرامونو په اړه کاروونکو ته معلومات وړاندې کړ.

مایکروسافټ کمپنۍ ځینې تازه معلومات د دې کمپنۍ په ویب پاڼه کې هم خپور کړی او لیکلي يي دي چې د دغې کمپنۍ لخوا جوړ شوي افس ۲۰۱۶ پروګرامونه به د همدې کال په دوهمه نیمایي کې کاروونکو ته وړاندې شي.

مایکروسافټ کمپنۍ ویلي چې دغه نوی افس به ټولو هیوادونو کې کاروونکو ته وړاندې شي کوم چې به په ټیبلیټ، سمارټ فون، لیپ ټاپ او ډسک ټاپ سیسټمونو کې د کارولو وړ وي.

مایکروسافټ کمپنۍ په وینا د افس دغه نوی بڼه به له پخوانیو بڼو سره ډیر زیات توپیر ولري. په نوې بڼه کې به زیات داسې اپشنونه وي چې کاروونکو له دې وړاندې نه وي تجربه کړی.

افس کمپنۍ په خپل ویب پانې کې لیکلي:« تیر کال مو خپل هر تولید لپاره بیل افس پروګرامونه وړاندې کول لکه د مایکروسافټ سمارټ فون لپاره بیل او کلوډ (Cloud) خدمتونو لپاره بیل افس پرګرامونه.»

د دغې کمپنۍ ویانده زیاته کړې:« ټکنالوژي د سفر په دې برخه کې مونږ غواړو داسې افس پروګرامونه کاروونکو ته وړاندې کړو چې ټچ (Touch) او نورو سیسټمونو کې یو ځای او یو شان د کارولو وړ وي.»

دغه پروګرامونه به په مختلفو اوزارو کې د ښکته کولو او استعمال وړ وي. کاروونکي به وکولی شي دغه پروګرامونه خپل سمارټ فون، لیپ ټاپ، ډسک ټاپ او ټیبلیټ کې ښکته او استعمال کړي.

د دې پروګرامونو په اړه به راتلونکی څو اونیو کې نور معلومات هم وړاندې شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x