افغانستان

وردګ: د پولیسو او د ملي امنیت تښتول شوي ۸ تنه کارکونکي ووژل شو

takhar_talibanنن ټکی آسیا: هغه پنځه تنه پولیس او د ملي امنیت درې تنه کارکونکي چي دوه ورځي تر مخه په وردګ ولایت کې تښتول شوي وه، ووژل شول.

د وردګ ولایت د والي ویاند شاهد الله شاهد رسنیو ته ویلي چي تیره شپه د وردګ ولایت د مرکز اړوند د کوټه اشرو په سیمه کې د هغو پنځو تنو پولیسو او د ملي امنیت د درې کسو مړي وموندل شول، کوم چي دوه ورځي وړاندي د مرکز اړوند د ملاخیل په سیمه کې تښتول شوي وه.

هغه وویل چي دغه اته نفره د رواني میلادي میاشت به یولسمه نیټه د میدانښار او بامیانو پر لویه لار تښتول شوي وه.

د شاهد په وینا ددغه پيښي په اړوند ۳ تنه شکمن کسان نیول شوي دي، چي اوس ترینه تحقیقات جاري دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم د پيښي مسئولیت په غاړه اخیستی، او ویلي چي طالبانو دغه ۸ نفره ووژل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x