نظــر

له ښوونځي نه تر بګرامه – اتمه برخه

رحیم بریال

ماوویل: مشر ورور مې تقریبا ۲۶کاله عمر لري!

ــ څه کار کوي ؟

ــ دوبۍ کې دی!

ــ دوبۍ کې څه کار کوي؟

ـــ موټر چلوي .

ــ څوکاله کېږي ؟

ــ پنځه شپږ کاله.

تنخوا یې څومره ده؟

ــ نه یم خبر

ــ ووایه څومره تنخوا ده؟!( په غوسه)

ــ وایم نه ده راته مالومه.

ــ وایم مه یې پټوه که یې ونه وایې حتماًکومه خبره شته؟

زه هم وویریدم ، ما وې که وایم یې راته معلومه نده که نه یې وایم ، دوی به دا فکر وکړي چې ورور یې طالبانوته له عربو چندې رالیږي.

بیا هم مجبور یې کړم په ملا کې یې یوه ګونډه راکړه چې له دې سره مې په لاسونو او په ملا اور بل شو ومې ویل :

ــ دوه زره درهم .

بیا یې نو د ورور قد، ځوانۍ، ږیرې ، مخ رنګ،سترګو رنګ ،تعلیم وغیره پوښتنې وکړې چې ما هم چې څه ذهن ته راتلل ورته ومې ویل .

اوس مې نو ،زما په شمول شپږ وروڼه نور هم پاتې وو،چې مالومات مې ورکړې وای ،ارمان مې وکړ چې کاشکې ویلي مې وای چې یو ورور هم نلرم ، خو زه څه خبر وم چې دوی به په داسې سخت حالت کې له مانه تفصیلي پوښتنې کوي، چې لاسونه یې راباندې نغښتي دي او دواړو خواو ته عسکرو نیولی یم پوره دوه ساعته کېږي چې په ولاړي ولاړ یم .

بیا یې وویل چې بل ورور دې څه نومیږي؟

د ټولو وروڼو مې په وار وار مالومات ورکړل، اوس خوشحال وم چې نور به دا ستړی کوونکی سریال پای ته رسیدلي وي، خو، نه،خبره له الفه شروع شوه را غبرګه یې کړه چې:

ها رحیم ملا !

ما غوښتل چې ووایم خدای مو غرق کړه ملا مه راته وایئ،خو ددې له وجې چې دوی به دا فکر وکړې چې له خپل مذهبي نوم نه یې کرکه کیږي او یا له ویرې دا نوم نه خوښوي هېڅ مې ونه ویل!سره له دې چې زما په دوسیه یې ډېر منفي اغېز ښندلی شو او بل زه ریښتیا هم تر اوسه نه ملا وم او نه عالم!

که وای هم نو زما لپاره د فخر خبره وه،خو دلته مشکل دا و چې زما اصلي عمر اتلس کاله و دوی ته مې شپاړس کالن ځان معرفي کاوه، ځکه تراوسه مې ایلا بریتونه راټکیدلي وو او ږیره خو مې بیخي په مخ نه ښکاریده .بې له یو څو نریو ویښتانو نه ، د بېلګې په توګه که ما دا منلیوای چې هو زه ملا یم نو مجبور وم چې د زدکړې، مدرسې استادانو ،دیني کتابونو . . . . او هغه څه چې په دیني زدکړو پورې تړلي دي ټول مالومات به مې همدا اوس ورکولای.

دوی وپوښتل :

زدکړې دې څومره کړي؟

ــ تر نهم ټولګې پورې.

دوی وپوښتل په کومه مدرسه کې؟

ما وویل مدرسه کې نه ،په لیسه کې !

امریکایي او ترجمان پخپلو کې سره وګړیدل بیا یې مخ ماته راواړو زیاته یې کړه:

اول ددیني زدهکړو په اړه پوښتنې ځواب کړه!

زه پوی شوم چې ددوی اصلي نقطه همدلته ده ،له کوم څه نه چې زه ځان غړوم دوی همغې خواته زور وهي ما هم په بې پروایی ځواب ورکړ:

ــ ها .

ـــ دیني زدکړې دې څومره کړي ؟

یوازې حفظ قران .

امریکایی له ترجمان نه وپوښتل چې څنګه حفظ قران ؟!

تر جمان ځواب ورکړ چې ده دالله او د مسلمانانو مذهبي کتاب قران په یادو زده دی او دا یې هم ورته وویل چې قران کریم شپږ زره شپږسوه شپږشپیته ایاتونه لري.

ده به چې پخپلو خبرو کې ګاډ ګاډ استعمالول او د ایتونو تعداد یې بیانوه نو زه پوهیدم چې مطلب یې همدا و ، که د کومې خبرې په ځواب به امریکایي محقق شکمن شو او یابه تعجب یووړ نو ما به دا هرڅه دده په ټنده او د مخ په رنګ کې لوستل، ما به دهرې پوښتنې په ځواب کې د محقق سترګو او دمخ علایمو ته کتل .

امریکایيحیران شو ویې ویل ته څنګه وایې چې ماته مې د پلار او وروڼو عمرونه نه دي مالوم ،؟ سره له دې چې تا دومره دومره ایتونه هم یاد دي ؟!

ما وویل چې :

د قرانکریم یادول او د ټولې کورنۍعمرونه په ذهن کې ساتل دا یو له بله سره ډیر توپیر لري ،سره له دې چې د یو څو محدودو اشخاصو عمرونه یادول د ټول قران یادولو په نسبت ډیر اسانه دي ، خو ما ضرورت ورته نه دی احساس کړی. قران عظیم مو د کتاب له رویه یاد کړی دی خو مګر د پلار او وروڼو عمرونه مو لا تر اوسه بیخي چا لیکلي ندي او نه مو پدې اړه له پلار څخه د پوښتنې ضرورت احساس کړی.

امریکایي یوه شیبه غلی و او زما په څیره یې سترګې ګنډلې وې باالاخره ویې ویل :

ــ عمر دې څومره دی ؟!

ما وویل :   تقریبا د ۱۶کالو شاوخوا کې به وم.

ـــ دروغ دې وویل !

ــ دقیق راته نه دی مالوم خو له دې څخه نه یم زیات .

عمر مې که څه هم له اتلسو کم نه و خو بیا هم ما نه غوښتل چې اصلي حقیقت ورته ووایم ،ځکه ویریدم چې که زه اتلس ووایم نو دوی به حتماًراباندې دشلو پورته ګمان کوي چې زیات عمر مې نورې ستونزې هم راته پیدا کولې، خو له دې سره سره دوی بیا هم وپوښتل چې:

ــ د طالبانو پر وخت دې څه دنده لرله؟

ـــ اغه وخت وړوکی وم .

دنده دې څه وه ؟! (په غوسه)

ـــ په ښونځي کې شاګرد وم.

په کوم ښوونځي کې ؟!

ــ په ښاري څانګه کې .

محقق یو دوه پاڼې لټ په لټ واړولې او دپاڼو په لوستلو بوخت شو وروسته له څو دقیقو یې وویل:

مګر تا خو په پخوانیو تحقیقاتو کې د کومې بلې لیسې نوم یاد کړی؟!

هو! عبدالحی حبیبي لیسه مې یاده کړي چې پخوا دښاري څانګې په نوم منځنی ښوونځی وه، اوس په لیسه واوښته او نوم یې هم تغیر وکړ.

ذهن مې سمدستي کار وکړ چې زما د تحقیقاتو پخوانی کاپي هم له خوسته رالیږل شویده،نو مې فکر وکړ چې په خبروکې باید ډیر له احتیاطه کار واخلم ، ویې پوښتل :

دا لېسه چېرته ده؟

ــ دخوست ښار کې.

ــ جنوب ،شمال . .. . او دښار کومې خواته ؟

ــ د ښار شمال لویدیځ خواته بیدو مرکزي لوی جامع جومات ترڅنګ.

ـــ اوس په څوم ټولګي کې یې ؟

ــ په نهم .

په نهم کې کوم کوم مضامین تدرسیږي ؟

زه پوی شوم چې دوی ځکه تفصیلي پوښتنې کوي چې دا مالومه کړي چې زه ریښتیا هم یو متعلم یم او که پخپلو خبرو کې دروغجن یم ، ما له کیمیا، فزیک،بیولوژی نیولي تر اخره مې د بعضو مضامینو نومونه ورته واخیستل.ویې پوښتل:

ــ د لیسې مدیر څه نومیږي ؟

ــ عبدالستار.

ــ عبدالستار د پلار نوم؟

ـ نه دی را معلوم .

عمر یې تقریبا څومره دی ؟!

ــ سپین ږیری دی .

ــ قد، قامت ، رنګ روغن ،. . . . او دا ټول مې ورته وویل ، دوی وپوښتل عبدالستار د کوم ځای دی؟

ــ خوستی دی نور یې مالومات نلرم ،

ــ ولې ته خپل مدیر هم نه پیژنې علت یې څه دی؟

ــ بس له قومه یې نه یم خبر.

ــ دا دروغ دي یا خو یې ښه پیژنې او یا ته بیخي د همدې لیسې شاګرد نه يې!

ــ زه رښتیا وایم د همدې لیسې شاګردیم .

نو بیا ولې د مدیر له قومه نه یې خبر ؟!

ــ ځکه چې دای نوی راغلی دی ایله یو یونیم کال کیږي .

ــ ها له ده نه مخکې څوکوو؟

اخ ،اوس مې لکه چې پخپله ځان ته جنجال پیدا کړ، اوس به همدا سلسله راونه وي د پخواني مدیر نوم دپلار نوم کلی ،ځواني لوړوالی ،ټیټوالی . . . او دا به ټول ورته وایې ما کوم مدیر ناپ کړی و؟ په یوه پسې مې هم متر نه و اخیستی ،که زه خبر وی چې بندي کیږم نو ټولو خپلو خپلوانو ناپ او اندازه به مې اخسیتیوای، ما د یوه مدیر صیب دکلي نوم نه ورته اخیسته، نه مې غوښتل چې خبره اوږده شي، اوس مې پخپله ځان ته غم پیدا کړ ،آآ د هوښیارانو خبره چې له سلو (هو)، نه یوه (نه) غوره ده ، اوس مې نه (هو) ورته ویلی شول او نه ،(نه) ، ګني د اوسني مدیر کلی قوم ټول راته مالوم و خو ما له دې وجې انکار وکړ چې هسې نه بیا به وایې چې پلانی کلی چیرته دی ؟، دخوست ښار نه څومره لرېدی؟،د خوست په جنوب کې دی که په شمال کې. . . ؟

له دې پوښتنو ددوی اصلي هدف دا و چې زه دوی ته یا خو پاکستانی معرفي شوی وم او یا دوی د پاکستاني ګمان راباندې کاوه، اوس اصلي پوښتنه د پخواني مدیر وه چې باید یا خو ما ترې وچ انکار کړی وای او یا مې پوره مالومات ورکړی وای ، انکار خو نه کیده ځکه له وړوکوالی افغانی وم دخوست اوسیدونکی وم او پدې لیسه کې مې د پاکستانیو په اصطلاح له (بچپن) نه الف و با ویلي و خو په ویلو کې مې هم سترې ستونزې لیدې هغه دا چې زموږ پخوانی مدیر مولوي صیب نورالحبیب نومیده چې د تیر جهاد پر وخت یې یوه پښه شهیده شوي وه تل به یې د امریکایانو د اشغال پر وړاندې پاروونکي او له جوشه ډکې ویناوې کولې او پدې وروستیو کې یې له دندې ګوښه کړی وو.باالاخره امریکایانو ته سخت مطلوب کس و چې په پایله کې پاکستان ته مهاجر شو د حقاني شبکې له فعالو قوماندانانو اومبارزو جنګیالیو څخه و چې څو وارې یې په امریکایي ځواکونوسختې ډزې کړې وي او په تیښته بریالی شو. نوما څنګه دده په باب مالومات ورکړي وای چې دا پخپله ددې دلیل و چې زه اوس هم له خپل پخواني مدیر سره اړیکې لرم ، بلاخره ومې ویل چې:

ــ له عبدلستاره وړاندې زمونږ مدیر مطیع الله فضلي و.

ــ مطیع الله فضلي د کوم ځای ، دپلار نوم ،اوس چیرته . . . . او دا نورې پوښتنې مې ټولې ور ځواب کړې په لیسه کې یې د استادانو د تعداد په اړه او ددوی د شخصي ژوند اړوند ټولې پوښتنې وکړې اخر دېته راغلل چې :

ــ د قران حفظ دې په پاکستان کې په کومه مدرسه کې کړی ؟

ما وویل چې پاکستان کې نه په خوست کې مې کړی ، زه پاکستان ته له سره تللی نه یم.

دوی ته دا خبره د منلو نه وه ، ویې پوښتل :

ــ که دا رښتیا وې نو په خوست کې دې په کومه مدرسه کې کړی ؟

ما دسپین جومات نوم د استادانو نومونه، تعداد ، د شاګردانوبېل نومونه څه مې چې زده وواو د استادانو د تنخوا په اړه ټول د هرې بیلې بیلې پوښتنې ځواب ووایه .

دوی ادعا کوله چې ددې مدرسې مصارف پاکستان ورکوي خو ما دا نه منله ، ویې ویل چې ته حقیقت نه وایې خو په دې پوه شه چې ډیره زر به ته هغه د زړه غوټه هم خلاصه کړې چې تر اوسه دې نده پرانیستي، دا چې څنګه به دا ټول حال پخپله ووایې وروسته به درته څرګنده شي!

ټو، زیرو، پور پور ( زما نوی نوم)         2 0 4 4

د اوس لپاره یې رخصت را کړ خو له دې وړاندې یې وویل: پوهیږې چې له نن ورځې وروسته ستا نوی نوم څه دی؟

ــ ما وویل نه !

ــ ستا نوم له نن څخه وروسته بدل شو ، تا ته چې هر وخت عسکر غږ کوي نو ته به د ملا رحیم

(رحیم الله) په نوم نه ، بلکېزموږ په یو ځانکړي نوم یادیږې!

نږدې عسکر ته یې څه وویل عسکر په دوو دقیقو کې دننه یو سور کمیس په لاس نیولی راغی .

زه ډیر حیران شوم له ځانه سره مې وویل چې وا خدایه ! دا څه وشول ؟ له یوې خوا یې له خپل اسلامي نومه خلاص کړم او له بلې خوا یې سرې جامې راته راوړې ما ته مې د سورت بقرې څو ایتونه رایاد شول چې :

( صبغة الله ومن احسن من الله صبغة)

ددې ایتونو د ترجمې او تفسیر پر وخت مې له علماوو اوریدلي و چې یهودانو به خپلو نویو زیږیدلي بچیانو ته په سره رنګ، رنګ شوو اوبو کې غسل ورکاوه ، کوم ماشوم به چې په سرو ابو رنګ شو نو دوی به مطمین و چې نور په دې ماشوم باندې بې له یهودیت او عیسویته د بل کوم دین رنګ نشي ختلی ، نو زه هم د نوي نوم په اوریدو او سرو جامو په لیدو ډیر خفه شوم .

که څه هم ایمان او اسلام زما په زړه کې و، دوی په هیڅ زور هم له ما نه شو اخیستلی خو بیا هم دا جامې او نوم راته ډیر د کرکې وړ او سخت تمام شول ، عسکر راغی محقق وویل دا کمیس وینې پدې یو نوم لیکل شوی چې :

ټو

زیرو

پور

پور

عسکر ته یې امر وکړ چې کش یې کړئ، عسکر مې غوږونه ،سترګې او لاسونه بیرته رابند کړل او پداسې حال کې یې یوه خوا روان کړم چې دا نوم یې بار بار په ډیره تیزی لکه دخر په شان رمباړې یې وهلې، تکراروه او ماته یې هم د تکرارولو امر کاوه :

ټوـ زیروـ پورـ پور
ټوـ زیروـ پورـ پور
ټوـ زیروـ پورـ پور

یو، لس ـ پنځلس وارې ده هم په ډیره غوسه ناکه لهجه تکراروه او ما هم ورسره وایه تر څو په مایې سم ورد او وظیفه کړ.

له لږ مزل وروسته یې په یوه اوسپنیزه چوکۍکینولم ، اوس مې د محقق وروستی خبرې په ذهن کې کړنګیدې چې :

(ته حقیقت نه وایې خو پدې پوه شه چې ډېر زر به ته هغه د زړه غوټه هم خلاصه کړې چې تر اوسه دې نه ده پرانیستي، دا چې څنګه به دا ټول حال پخپله ووایې وروسته به درته څرګنده شي!)

ها نو دوی به اوس راسره څه ډول معامله کوي ؟

ایا برقي شارټونه راکوي او که نورې کوم بل ډول شکنجې ؟

دا خبر مې هم په ذهن کې را وګرځید چې :

دوی به په لومړیوکې بندیانو ته سختې ذهني او جسمي شکنجې ورکولې ، د تحقیق پر مهال به یې ځیني بندیان ۱۸۰ساعته چې تقریبا اووه نیمې ورځې کیږي خوب ته نه پریښودل ، د مالوماتو ترلاسه کولو لپاره به یې واټر بورډینګ ( دشکنجې یو ډول دی چې د بندي په مخ یوه ټوټه واچوي ،ساه یې وربنده کړي ،له پاسه پرې اوبه واچوي ) بې خوبي ،سخت موسم ،زیات یخ، او یاهم زیاتې ګرمی په څیر وحشیانه او له تشدد ډکې طریقې استعمالولې .

د واټربورډینګ له امله خو به زیات شمیر بندیان بې هوښه کیدل .

نو ما ویل چې ایا دوی به ماته هم دا ډول شکنجې راکوې ؟ که داسې وي نو زه خو یې بې د خدای له فضله هیڅ مخه نه وینم ، کاشکې مرګ راغلی وای ،

په مرګ هیڅوکهم نه خوشالیږي خو پدې ویریدم چې د زیات فشار له وجې به مې دیته اړ کړي چې په دروغه هرڅه ووایم او په ځان یې قبول کړم ما هم دا وویل چې که ووایې چې اسامه سره اړیکې لرې؟!

نو ضرور به ورته وایم چې هو! اسامه مې ډیر نږدې دوست دی اوله نږدې یې پیژنم خو دا په دروغه هیڅکله هم نه شم ویلی چې یا مې دمدرسې کوم استاد له طالبانو سره اړیکي لري او یا مې پلانی پلانی ملګری .

هر څه چې وي په ځان یې قبلوم خو نور مسلمانان باید په مصیبت کې راسره شریک نکړم.

دا مې کلک عهد وکړ او له الله نه مې په پاتې وخت کې هم د ثابت قدم پاتې کېدوغوښتنه کوله .

دعاګانې ایتونه مې بار بار په ځانچوپکول ، د اوسپنیزې چوکۍڅخه مې د وجود هغه حصې لرې وساتلې چې د شارټ ( کرنډ) پر وخت مې د تکلیف ویره احساسوله دسترګو په کونجونو کې مې لاندې غلي غوندې وکتل څه ګورم چې یو برقي ویر (مزی) پروت دی ، اوس مې نو شک په ویره او ویره مې په پوخ یقین بدله شوه ، دې کې هیڅ شک نه و پاتې چې ماته به شارټ نه راکوي خو سوال دا و چې اول یې د پښو لخوا شروع کوې او که د بدن له کومې بلې برخې؟

عسکر لاندې لاس ټیټ کړ او ویر(لاین) یې د بجلی په ساکیټه کې واچوه ، زما بدن ریږدیده او خوله مې وچه کلکهشوه ،لاړې مې په خوله کې بیخي ورکې شوې ، دبدن د ریږدیدو اصلي لامل دا هم و چې په دې صالون کې هوا ډیره یخه چلیده ،د ایرکنډیشنونو ښه تیز اواز اوریدل کیده ، زه کلیمې وایم خو ژبه راسره ملتیا نه کوي سمه په تالو پورې ونښته، عسکر وایر راپورته کړ او د وایر په سر کې یې

( کړپ ،کړپ ) څه ورواچول ، زه لږ نور هم په چوکۍکې راجوخت شوم ،پښې مې په ځمکه لګیدلي وې خو ملا مې له چوکۍنه لږ رالري کړه،وایرمې لیده چې زما دغوږونو سره جوخت یې ایخوا دیخوا کاوه، عسکر مې غلي غوندې ګوشکی له غوږونو لري کړې. . .

پاتې شته…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x