افغانستان

ننګرهار: چاودنې څلورو پولیسو ته مرګ ژوبله واړوله

نن ټکی اسیا (شنبه،سلواغې ۴مه، ۱۳۹۳ل): د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي چې نن نږدې غرمه مهال د دې ولایت په مرکز کې چاودنې څلورو پولیسو ته مرګ ـ ژوبله واړوله.

د ننګرهار د والي ویاند احمد ضياء عبدالزی وايي چې چاودنه په جلال اباد کې ښار کې په سرحدي پولیسو شوې ده.

هغه وايي چې په چاودنه کې دوه عسکر وژل شوي او دوه نور ټبیان شوي دي.

عبدالزی وايي چې چاودنه د یو مقناطیسي ماین له امله رامنځته شوې ده، چې په اړه يې پلټنې روانې دي.

چاودنه په جلال اباد  ښار کې کابل اډې ته څېرمه شوې ده، چې ملکي تلفات يې نه درلودل.

د چاودنې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x