مایکروسافټ د سکایپ بڼه بدلوي

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۴مه ۱۳۹۳ل): مایکروسافټ کمپنۍ به ډیر ژر خپل نوی اپریټنګ سیسټم وینډوز ۱۰ له نوي ځانګړتیاو سره کاروونکو ته وړاندې کړي.

مایکروسافټ کمپنۍ غواړي چې د نوی وینډز سره نوی سکایپ هم کاروونکو ته وړاندې کوم به چې د تیر په پرتله ډیر غوره، چټک او ډیرې ځانګړتیاوې ولري.

د ټکنالوژي ځینې کارپوهانو په وینا د مایکروسافټ له لومړنیو ډیزاینونو څخه داسې برېښې چه دغه کمپنۍ به د دې موخې لپاره د اپل کمپنۍ له بوک (Book) څخه ځینې ډیزاینونه کاپي کړي.

مایکروسافټ کمپنۍ خپل نوی وینډوز کې ډیرې زیاتې ځانګړتیاوې ځای پر ځای کړي کوم به چې دغه وینډوز د تاریخ په غوره وینډوز بدل کړي. مایکروسافټ دغه وینډوز کې د پیغام استولو ډیر سافټ وییرې ځای پر ځای کړی چې یو له هغوي څخه سکایپ دی.

سکایپ یو له غوره ځانګړتیاو څخه دا دی چې دغه سافټ وییر یوازې په یوه خاص اوزار کې نه استعمالیږي. په سکایپ استول شوی پیغام کاروونکي کولی شي په خپل سمارټ فون، ټیبلیټ، لیپ ټاپ او یا هم ډسک ټاپ سیستمونو کې ولولي.

مایکروسافټ کمپنۍ سکایپ د نوې بڼې تصویرونه هم خپاره کړي د کوم په اساس چې د دغې سافټ وییر نوی بڼه د اپل کمپنۍ ای میسیج خدمتونو (iMessage) سره ډیر زیات ورته والی لري. د مثال په ډول تاسې به یو کس ته د پیغام استولو لپاره د نوموړی سکایپ نوم ته اړتیا نه لري او کولی شئ یوازې د موبایل شمیرې له وهلو سره خپل د خوښې کس ته پیغام واستوئ.

که څه هم د لومړۍ ځل لپاره اپل کمپنۍ دا ډول خدمتونه معرفي کړی و خو بیا هم مایکروسافټ به له اپل څخه ځکه مخکې وي چې د اپل کمپنۍ دغه ډول خدمتونه یوازې د اپل کمپنۍ په تولیداتو کې کارول کیدی شي خو د مایکروسافټ له خدمتونو به کاروونکي په انډرایډ (Android)، بلیک بیري (BlackBerry)، وینډوز او حتی د اپل په تولیداتو کې هم ګټه پورته کولی شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د