قطر، د طالبانو سیاسي دفتر ودانۍ

چین ولي له طالبانو سره خبرو ته لیواله دی؟

عبدالرحیم ثاقب

د طالبانو او چین ترمنځ د مذاکراتو مقدمه په قطر کې د طالبانو د دفتر تر پرانیستلو وړاندې پیل شوې ، خو چین ته د طالبانو د پلاوي د تګ خبره نیږدې یوه نیمه میاشت وړاندې د سیمه ییزو مطبوعاتو لخوا افشاء شوه .

دا چې ولي او څرنګه په دغه حساس پړاو کې د چینايي او طالب پلاوي ترمنځ د مذاکراتو سر افشاء شو بیل بحث دی ، مونږ غواړو دلته په هغو نقطو بحث وکړو چې ولي چین له طالبانو سره د مذاکراتو او خبرو لیواله دی ؟

چین د افغانستان په چارو کې نه مداخله کوونکی ګاونډی

چین د افغانستان هغه ګاونډی هیواد دی چې د ۱٫۳ میلیارد وګړیو په لرلو سره د نړۍ تر ټولو ګن نفوسه هیواد ګڼل کیږي. دغه ګڼ میشتی هیواد د۱۹ پیړي له نیمايي څخه د شلمې پیړي تر نیمايي پوري په داخلي ستونزو کې راګیرو ، چې په عین وخت کې افغانستان هم له شمال لوری له روسیې او له جنوب پلوه له برتانوي امپراتوري سره ښکیل وه.

هغه مهال چین د خپلو داخلي ستونزو له کبله د افغانستان په چاروکې هيڅ مداخله نه لرله په کال ۱۹۴۹ کې چې کله د معاصر چین مؤسس ماو تسيتونګ (Mao Zedong ) رسما د چین د ولسي جمهوریت اعلان وکړ هغه مهال هم د چین سیاست د افغانستان په اړه پرمسالمت ولاړ وه.

په کال ۱۹۶۵ کې په افغانستان کې د افغاني مایوستانو لخوا د شعله یي جاوید په نوم ګوند جوړ شو چې د چین د کمونیست ګوند د مشر Mao Zedong له افکارو څخه متاثر و.

دغه ګوند د اکرم یاري په مشرۍ د ( شعله يي جاوید) په نوم نشریه هم لرله خو دا ګوند تر تأسیس شپږ میاشتې وروسته د داخلي اختلافاتو له کبله سره وشیندل شو او د روسي پلوي د خلق دیموکراتیک په څیر یې پر مختګ و نکړای شو.

پر افغانستان د شوروي یر غل په مهال

پر افغانستان د شوروي یرغل په مهال چین په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د غرقیدو ننداره چي پاتي شو ، په خپله یې په افغانستان کې هیڅ ډول مداخله ونکړه ، خو دامریکایانو په وسیله یې په پاکستان کې میشتو جهادي تنظیمونو ته پریمانه سپکې او درنې وسلې ورکړې تر هغو چې شورویانو په بشپړه توګه په افغانستان کې ماتې وخوړه .

په افغانستان کې د کمونستي رژیم تر ړنګیدو او بیا د تنظمي جګړو پیلیدو په مهال هم چین د افغانستان په اړه بیطرفي غوره کړه ، خو په کال ۲۰۰۱ کې پر افغانستان د امریکايي برید په مهال چین له امریکایانو څخه د یولړ سیاسي رشوت په اخیستلو سره د امریکایانو تر څنګ و دریده . د امریکایانو ترڅنګ دریدل په دې معنی چې د ملګرو ملتونو په امنیت شوری کې پر افغانستان د امریکایانو یرغل تائید او یاکم ترکمه د هغه په وړاندې سکوت اختیار کړ .

د امریکايي یرغل په مهال

د چین د ولسي جمهوریت د تأسیس له پیله تر اوسه د غه هیواد د ایډیالوژیکي مسائلو پرځای ډیره ترجیح اقتصاد ته ورکوي ، هماغه وه چې پر افغانستان د شوروي یرغل په مهال یې هم پر امریکایانو خپلې وسلې خرڅولې او د امریکایانو د اشغال په مهال یې هم له هغوي څخه د افغانستان تر ټولو مهمې او لويي اقتصادي پروژې په رشوت کې واخیستلې .

دغه مهمې پروژې د افغانستان په لوګر ولایت کې د مس عینک د استخراج او په شمال کې د نفت اوګازو د تصفيه كولو پروژې وي چې د کابل د معدن او صنائعو د وزارت لخوا په اعلان شوې مزایدې کې د چینايي کمپنیو په برخه شولې.

خو سره له دې چې دغه مهمې پروژې د یوه سیاسي رشوت په ډول د امریکایانو لخوا چین ته ورکړل شوې اما امریکایانو په غیر مستقیم ډول چینايي کمپنیو ته داسې موانع ایجاد کړل چې هغوي نه په لوګر او نه هم په شمالي ولایتونو کې د دغو پروژو له پیلولو څخه کومه ګټه تر لاسه کړه .

د مس عینک په خواشا سیمو کې یې څو ځلې داسې بمباري وکړه چې حتی د کابل حکومت د دفاع وزارت اړوند ۲۳ کسان ورکې ووژل شول ، له دغې بمباري څخه د امریکایانو موخه دا وه چې چینايي کمپني (MCC) ته په سیمه کې امنیتي وضعیت فوق العاده خطر ناک وښیي .

له دې پرته څوکرته د نامعلومو وسله والو لخوا مستقیما د مس عینک امنیتي پوستي تر برید لاندې ونیول شوي .

همدا راز په شمال کې د دوستم وسله وال په غیر مستقیم ډول د امریکایانو لخوا تحریک کړای شول تر څو په شمال کې د نفت وګاز د تصفیې په لاره کې خنډونه ایجاد کړي .
چین سره له دې چې په یادو پروژو باندې دری سوه ملیونه پانګونه هم وکړه خو تر اوسه پوري د امنیتي مشکلاتو له کبله د هغوی د استخراج کار په ټپه ولاړدي .

چین د امریکایانو دغه ناغیړۍ په دقیقه څاري او پوهیږي چې امریکایان هیڅ کله نه غواړي تر خپل نفوذ لاندې ساحه کې دي د دوی اقتصادي سیال اقتصادي پروژې ولري .

چین پردې سربیره نورهم دا ویره لري چې امریکایان به په افغانستان کې د خپل پوځي شتون له لارې هغوی ته د چين په داخل کې داسې امنیتي مشکلات او کړکیچ رامنځته کړي لکه روسانو ته چې یې د هغوی په ګاونډ اوکراین کې راپیداکړي .

په افغانستان کې له امریکایي نفوذ څخه د چین اندیښنه

له افغانستان سره پر پوله د ډیورنډ کرښې ورها خوا د شرقي ترکستان د اسلامي حرکت د وسله والو شتون چې چینایان یې دخپل هیواد د امنیت لپاره تهدید بولي د امریکایانو لپاره په چین باندې د فشار راوړلو یو طلايي چانس دی ؛ ځکه هغوی د خپلې سیمې د خپلواکې لپاره له ډیره پخوا فعالیت پیل کړی او د چین له امنیتي ځواکونو سره یې په مقابله کې په سلګونو کسان مړه اوژوبل شوي.

که څه هم چې د هغوی د فعالیت او مبارزې طرز اسلامي دی خو چینایان پوهیږي چې هغوي ته که د دغې مقابلې د پرمختګ لپاره هرڅوک د حمایت لاس ورکړي دوی یې مني ، اوله امریکایانو پرته بل داسې څوک نشته چې د خپلې توسعې غزولو لپاره له دغه ډول وسائلو کار واخلي ، نو ځکه چینایان ویره لري چې حتما به امریکایان همدغه خپلواکي غوښتونکي د خپلو منافعو لپاره تمویلوي او په دې سره به د چین داخلي امنیت ګواښي.

چینایان په دې پوه دي چې طالبان په افغانستان او سیمه کې د امریکايي نفوذپه مقابل کې تر ټولو قوي او مسلط قوت دی .

داسې قوت چې ۵ کاله پر افغانستان واکمنې هم کړې ، اوس چې هغوی په پوځي لحاظ د امریکایانو یرغل مات کړی یوځل بیا غواړي په داسې ډول د هیواد واکمنې ته ځان ورسوي چې له ټولو ګاونډیانو سره ښې اړیکې ولري .

د ښو اړیکو ترڅنګ له تیرو اشتباهاتو څخه په عبرت اخیستلو سره غواړي داسې تګلاره غوره کړې چې پر خپلو ټولو هغو ژمنو ثابت پاتي شي چې د مقاومت په مهال یې د خپلو اعلامیو او رسمي بیانونو په ترڅ کې صادرې کړي چې د افغانستان خاوره به هیڅ کله د نورو پر خلاف ونه کارول شي.

طالبان دخپلې واکمنۍ په وخت کې په دې هم مشهورول چې په ژمنه ساتلواو په هغې باندې په وفا کولو ډیر ټینګ دي.

همدا لامل دی چې چینايي مقامات غواړي د خپلو منافعو د خوندیتوب او د امریکایانوله شر څخه د ځان ژغورلو لپاره طالبانو ته لاس ورکړي، هغوی په افغانستان کې له طالبانو پرته بل هیڅ داسې جهت او لوری نه وینی چې له امریکايي شرارت څخه د دوی د ژغورولو توان ولري .

ولي اوس مهال چین له طالبانو سره د خبرو لیواله دی؟

اوس چې په افغانستان کې د داعش د موجودیت هنګامې زور اخیستی د هغه تر شاهم امریکايي دستور دی تر څو دلته د وضعیت په بحراني ښودلو سره خپل پوځي شتون ته پلمې ولټوي .

امریکایان به دلته یواځې د داعش د موجودیت په تبلیغاتو اکتفاء ونه کړي ، بلکې د هغه ترڅنګ به د سوريي او لیبیا په څیر د سلګونو وسله والو ډلو د راپیدا کولو کوښښ هم وکړي او د دغو غیر مسؤلو ډلو په زریعه به پر افغانستان سربیره د هغه شمالي او لویدیځ ګاونډي هیوادونه له بي امني سره مخ کړي .

د روسیې فدرایسون ته یې مخکې ترمخکي د اوکراین لانجه رامخته کړې اوس به د همدغې لانجې ساحه د افغانستان لخوا هم وراضافه ترڅو د نا امنیو ساحه د دمنځنۍ آسیا نورو هیوادونو ته هم ور اوږده کړي .
په ورته ډول هغوی غواړي چین او ایران چې په سیمه کې د امریکايي نفوذ سر سخت مخالف دي په دغسي امنیتي لانجو کې راګیر کړي .

خو چین هم په سیمه کې امریکايي تحرکات په دقت څاري او په دې باور دی چې د امریکایانو له شره ځان ساتل یواځې له خپل ګاونډ څخه دهغو په شړلو او لیري کولو کې ده او د ا کار د طالبانو د حمایت او تقویت له لاري ممکن دی .

له چینايي چارواکو څخه د طالبانو غوښتنه

چین ته د طالبانو دپلاوي په ورغوښتلوکې محرک جانب خپله چینايي مقامات ول ، د طالبانو او چینايي مقاماتو په لومړنیو ملاقاتونوکې طالبانو له هغوي څخه وغوښتل چې د پوځي حمایت پر ځای له دوی (طالبانو) سره د افغانستان په آزادي او امریکايي اشغال ختمولو کې مرسته وکړي .

طالبان نه غواړي چې د ګاونډیو هیوادونو د پوځي حمایت په ترلاسه کولو سره د امریکایانو په وړاندې خپل مقاومت پرمخ بوزي ؛ ځکه هغوی پوهیږي چې امریکایان غواړي په افغانستان کې د خپل اشغال په وسیله سیمه ییز هیوادونه هم په افغانستان کې ښکیل کړي چې په دې سره به افغاني لانجه نوره هم بحراني او ګټه به یې امریکایان ترلاسه کوي .

طالبانو په خپلو مخکینیو ملاقاتونو کې له چینايي مقاماتو داهم غوښتي ول چې په نړیوالو مجامعو او غونډوکې د هغوی سیاسي او دیپلوماتیک حمایت وکړي او هغه په دې ډول چې ځیني هغه پریکړې چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورای لخوا د امریکایانو د نفوذ له امله د هغوی په ګټه کیږي او په افغانستان کې د هغوي د پوځي ماموریت د غزولو لامل ګرځي هغه ویتو کړي ، چې عین همدغه غوښتنه د طالبانو پلاوي په مسکوکې له روسي چارواکو څخه هم کړي .

او دا په حقیقت کې د طالبانو د مقاومت د سوله ییز والي معنا ورکوي .

کنه ښايي ځیني ګاونډیان په تیره روسان دیته ډیر لیواله وي چې د طالبانو د پوځي حمایت له لارې له امریکایانو څخه د هغه حمایت غچ واخلي کوم چې د شوري اشغال په مهال یې د جهادي تنظیمونو اکمال کاوه.

چینايي مقامات د افغانستان له ګاونډي هیواد پاکستان سره کوم چې د افغاني قضیې په ډیرو اړخونو کې ژوره ښکیلتیا لري هم ډیر ژور حسنه تعلقات لري ، هغوي په دې ابهام کې هم واقع دي چې طالبان د پاکستان له حمایت نه برخمن دي او له طالبانو سره د چین نیږدي کیدل به نور هم د طالبانو د تقویت لامل وګرځي چې دا هم په سیمه کې د امریکايي نفوذ مخنیوي ته قوت ور بښلای شي .

نتیجه

له افغانستان څخه د امریکايي او ناټو ځواکونو له ماتي خوړلي پرشاتګ وروسته په دې هیواد کې حالات او شرائط په ډراماتیک ډول د بدلون په حال کې دی ، کوم حل چې امریکایانو او نړیوالې ټولنې د افغاني لانجې لپاره له پوځي لارې څخه په پام کې نیولی وه هغه په مطلق ډول ناکام شو ، اوس امریکایان نه افغانستان پریښودلای شي او نه ورکې پاتي کیدلای شي.

کوم حکومت چې د امریکا د خارجه وزارت په مستقیم وصایت او وساطت دلته ایجاد او امریکایان یې د افغاني لانجې د مدیرت لپاره وړ بولی هغه هم ورځ تر بلې د داخلي مشکلاتو له وجې خپل د وړتیا، بریالیتوب او بقاء چانس له لاسه ورکوي .

امریکایان چې له پوځي لارې د افغانستان له تسخیره مایوسه شوي غواړي چې د منځني ختیځ په څیر دلته هم ګډ وډي ، خپل منځي جګړې او نا امنۍ رامنځته کړي چې له دغو نا امنیو څخه به د افغانستان په شمول د افغانستان ټول ګاونډ متضرر کیږي ، ځکه نو چین او نور د افغانستان د ګاونډيان هم غواړي چې د دغه امریکايي شرارت له شر څخه د خوندي پاتي کیدو لپاره هلې ځلې وکړي.

که څه هم چې د دغه وضعیت کنټرول او اداره د طالبانو تر توان او صلاحیت هم وتلې خبره ده ، خو په نسبي لحاظ افغانان د امریکایانو تر اشغال او د هغوي د فاسد ، بيواکه او ګډوډ نظام تر واکمني بیاهم د طالبانو حاکمیت غوره بولي او هغه تائید وي .

دغه حقیقت د افغانستان ګاونډیانو هم درک کړی او هغوی په افغانستان کې د امریکایانو تر شتون د طالبانو واکمنۍ د سیمې د سالمیت په ګټه بولي او له همدې وجي له هغوي سره د علایقو جوړولو لپاره لیواله دي.

 

avatar
4 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
کندهار
میلمه
کندهار

ښا غلی عبدالرحیم ثاقب الله عزوجل دی پر پوهه برکت واچوه ، لږ مو زړه ارام سو

غوربندي
میلمه
غوربندي

ثاقب صیب تاسو ته سلامونه او احترام ډیر جالب تحلیل مو کړی ده خداوند متعال دې اجرونه درکړي. تاسو په طالبانو کې د پاکستان د نفوذ په اړه د چینایي ابهام خبره کړې ده تاسو به دا منی چی دا ابهام عام ده کرزی او احمدزی هم په همدی خیال دي او پاکستان له دې ابهام څخه ډیره ګټه اوچتوي. اوس پوښتنه داده چې دا ابهام څرنګه رفع شي؟ زما په نظر د چین او روسیې په شان دې له هندوستان سره هم اړیکې ونیول شي، د اړیکو نیول ښایي چې ډیر شفاف ښکاره او په افغاني اسلامي مصالحو ولاړ… نور لوستل »

الیاس جهادوال
میلمه

ثاقب صيب؛ په قلم مو برکت شه، ښه معلومات مو وړاندې کړی، هيله ده چې ليکونو ته مو زور ورکړۍ نن آسيا نن ورځ ډېر مينه وال پيدا کړي، مخالفان او موافقان ټول يې لولي.
يو بله هيله؛ د ملا عبدالروف خادم او داسې نورو مشرانو په اړه نن ورځ ډېر زهرجن تبليغات کېږي، تاسو په جريان کې ياست کې لږ څه وضاحت ورکړئ مهرباني به مو، ځکه چې يو شمير مخلص مجاهدين يې هم په وېره کې اچولي، جزاءک الله

عبد الرحیم (ثاقب)
میلمه

محترمو وروڼو کندهار ، غوربندی او الیاس جهاد وال صاحب!
ډیره مننه ستاسو محترمو له پیرزوینو او له دې څخه چې زما حوصله افزايي مو کړې …
زه هم له الله تعالی څخه په ټولو شرعي آرمانونو کې ستاسي موفقیت او بریالیتوب غواړم ، خوښ او بریالي اوسئ . مننه.

محمودالغزنوی
میلمه
محمودالغزنوی

ثاقب صاحب،،زه به داووایم ولله درالثاقب ،،