ګډ حکومت پارلمان ته نوي نوماند وزيران معرفي کوي

نن ټکی اسيا (شبنه، سلواغې۳مه، ۱۳۹۳ل): د ګډ حکومت مشر اشرف غني وياند نظيف الله سالارزی وايي، چې د ولسي جرګې له لوري د رد شوو نوماندو وزيرانو پر ځای به نوي کسان پارلمان ته معرفي کړي.

تېره اونۍ ولسي جرګې اعلان وکړ، چې دوه تابعيته نوماندو وزيرانو ته به هيڅکله د باور رايه ور نه کړي.

ښاغلي سالارزي بي بي سي سره په خپلو خبرو کې وويل، چې د ګډ حکومت مشر په دې اند دی، چې ولسي جرګې ته بايد بشپړ درناوی وشي او دوه تابعيته نوماند وزيران بايد له خپل دوهم تابعيته تېر شي او يا به هم ولسمشر نوي نوماندان ولسي جرګې ته معرفي کوي.

نظيف الله سالارزي وويل، چې د ګډ حکومت مشر اشرف غني به ډېر ژر نوي نوماند وزيران ولسي جرګې ته معرفي کړي او ولسي جرګه هيڅکله داسې نوماندانو ته رايه نه ورکوي، چې د افغانستان د اساسي قانون سره په ټکر کې وي.

د اساسي قانون په ۷۲مه ماده کې راغلي: «هغه څوک چې د کابينې غړی معرفي کيږي، بايد يوازې د افغانستان تابعيت ولري او که دوهم تابعيت هم ولري، نو ولسي جرګه کولای شي، چې د باور رايه ور نه کړي او رد يې کړي.»

دوه تابعيته نوماندان څو تنه دي؟

د ولسي جرګې د وکيلانو په وينا کورنيو چارو وزارت ته نوماند نور الحق علومي دوهم تابعيت هالند، د بهرنيو چارو وزارت نوماند صلاح الدين رباني دوهم تابعيت برتانيا، عدليې وزارت ته نوماند سير احمد مهجور دوهم تابعيت فرانسه، اطلاعاتو او کلتور وزارت ته نومانده ای سلطان حيدري دوهم تابعيت ترکيه، کار او ټولنيزو چارو وزارت ته نوماند سيد سادات نادري دوهم تابعيت برتانيا، د ښار جوړونې وزارت ته نوماند شاه زمان ميوندي دوهم تابعيت المان، د ماليې وزارت نوماند اکليل حکيمي او افغانستان بانک ته نوماند خليل صديق دوهم تابعيت امريکا او د کانونو او پيټروليم وزارت نوماند داود شاه صباح دوهم تابعيت کاناډا دی.

د ولسي جرګې لومړي مرستيال صديق احمد عثماني ولسي جرګې ته وويل، چې د ولسي جرګې غړو د نوماندو وزيرانو د اسنادو او تابعيتونو څېړنه پيل کړې او تر اوسه دوی ته د اوو نوماندو وزيرانو په اړه ثابته شوې، چې دوه تابعيته لري.

ځينې نور وکيلان وايي، چې دوه تابعيته نوماند وزيران اووه، نه بلکې له ديارلسو هم زيات دي.

د ولسي جرګې ګڼو وکيلانو د ځينو نوماندو وزيرانو د اسنادو په اړه شکونه څرګند کړي او په دې اړه ولسي جرګې د بهرنيو اړيکو، معارف او لوړو زده کړو کميسونونو اووه کسيز کميسيون ټاکلی تر څو د نوماندو وزيرانو اسناد وڅېړي.

د دغه کميسيون يو غړي جعفر مهدوي نن ولسي جرګې ته په خپلو خبرو کې وويل، چې د کډوالو وزارت نوماند سيد حسين عالمي بلخي د دوو تابعيتونو تر څنګ تعليمي اسناد هم شکمن دي.

ښاغلي مهدوي زياته کړه، چې ولسي جرګې د کډوالو وزارت نوماند سيد عالمي بلخي د ليسانس سند منلی دی او نوموړی په خپلو اسنادو کې د دولسم سند نه لري.

جعفر مهدوي وايي، چې ده د معارف وزارت سرپرست اصف ننګ سره اړيکه ونيوله او هغه ورته وويل، دوی سره د ښاغلي عالمي بلخي د دولسم ټولګي سند نه دی راجستر.

مهدوي په خپلو خبرو کې وويل، چې دی خپله خبره کوي او ځان د تاريخ له شرمه خلاصوي او نوره پرېکړه ولسي جرګې ته پرېږدي او د نوماندو وزيرانو په اړه خپل معلومات وکيلانو سره شريکوي.

جعفر مهدوي د يو شمېر اسنادو له مخې وويل، چې ښاغلي عالمي بلخي ۱۳۶۹ل کال کې له ايرانه ليسانس سند اخيستی او بيا يې ۱۳۸۲ل کال کې د څوارلسم سند د افغانستان له معارف وزارته اخيستی دی.

افغان ولس لا ان د ولسمشريزو ټاکنو د اوږدو او لانجمنو پايلو له امله نهيلی شوی و، چې و روسته د جان کيري په مداخله د خلکو او کارپوهانو له تمې لرې، ګډ حکومت اعلان شو، چې اشرف غني يې مشر او ډاکټر عبدالله يې اجرايه رييس وټاکه.

ولس يو ځل بيا يو څه هيله من شو، چې هېواد په رغېدو دی، مګر له درې مياشتو زيات وخت په تېرېدو د دواړو ټيمونو غړو په خپلو مشرانو نيوکې پيل کړې او «ملي حکومت» يې د ع و غ، اچار حکومت ګډ حکومت او په داسې نورو نومونو ونوماوه.

د دوو مياشتو په تېرېدو د ولسي جرګې ريس عبدالروف ابراهيمي ګډ حکومت سر تر پايه ناقانونه او د امريکا سفارت زيږنده وباله او زیات يې کړه، چې له دې وروسته ګډ حکومت هيڅ قانوني ارزښت نه لري.

له سلو زياتې ورځې تېرې شوې او ګډ حکومت ولسي جرګې ته ۲۶ ويشت وزيران معرفي کړل، چې د دواړو ټيمونو له ايتلافيانو او د بهرنيو هېوادونو په هڅو او فشارونو وزيران معرفي شول، چې ډېری يې د لويديزو هېوادونو استوګن او تابعيت لرونکي دي.
اشرف غني په خپلو خبرو کې ټينګار کاو،چې د ګډ حکومت د کابينې ټول غړي به يې نوې څېرې وي.

د پېښو څارونکو په دې اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړې وې، چې د کابينې نوي غړي به بيا هم له غربي هېوادونو راځي او د افغانستان له اسلامي او ملي ارزښتونو به نا خبره او بې پرواه او هيڅکله به د ملت په درد ونه خوري.

رښتيا هم خبره همداسې شوه، چې د کابينې له نيم زيات غړي بهرني تابعيتونه لري او د وزارت لپاره له خپل بهرني تابعيته نه تېريږي او د ګڼو نورو يې اسناد هم شکمن دي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Hameed
میلمه
Hameed

هغه بله ورځ می د اسماعیل خان مرکه له طلوع نیوز سره اوریدله چی ویل یی چی دجمعیت ګوند داسی افغانستان شموله ګوند ده داسی یی له اسلامی مقدساتو نه دفاع کړی دا کړی او هاغه یی کړی همداسی ډیری نوری داسی دوړی یی بادولی ویل یی چی طالبان د بهرنیانو لاسپوڅی دی او یوازنی د سولی لار ورسره دهغه ده چی باید ټول یی په مکمل ډول ختم شی اوس داسی څوک نشته چی ورته ووایی چی زویه دا څنګه اسلامی ګوند ده چی مشر دی د یو کفری هیواد تابعیت لری هغه کفری هیواد چی په کراتو یی… نور لوستل »