حجاب په اسلام او ساينس کې (۱۹)

عبدالغفارجُبیر

حجاب په يهوديت کی

ډاکټر(Dr. Menachem) چی دبایبل یوپروفیسر دی اود یشواپه پوهنتون (Yeshiva University) کی ښوونکی دی، دی پخپل کتاب (یهودې ښځه دیهودوپه ادبیاتوکی) (The Jewish Woman in Rabbinic Literature) کی داسی لیکی:

دادیهودومذهبی کلتورووچی کله یهودی ښځه دکورڅخه دباندی وتله نوپورڼی ئې پرسرکاوه، اوکله به ئې ټول بدن پوټاوه، یواځی یوه سترګه ئې ښکارېده، دی زياتوی چی پخوانيويهودو علماوواوصول داسی وواوداسی ئی ويل:

هغه ښځه یهودی لورنه ده چی دکورڅخه دباندی وځی اوحجاب نه کوی، پرهغه سړی دی لعنت وی چی دښځې وېښتیان ئۍ څرګندښکاری؛ هغه ښځه چی دخپلې ښکلالپاره خپل وېښتیان ښکاره کوی دادمسکینې سمبول دی، اوداښځه به مسکینه اومحتاجه شی،

ګوری چی په یهودیت کی پرحجاب باندی څومره ټینګارکوی، اوداوایی چی هره هغه ښځه چی بې پردې وی هغه دیهودوددین څخه نه ده، اوداښځه دیهودیت څخه وتلې ده، خوبلې خواته وحشی یهودوپه میلونهاوو، مسلمانې میرمنی به عفته، اوبې حجابه کړې؛ چی داپه فلسطین کی ورځنی کارګرځیدلې دی۔ هلته نه دتورات احکام شته، نه انسانیت شته، نه دبشرحقوق شته؛ بلکه یواځی وحشت، اوحیوانیت، بربریت، استبداداوظلم شتون لری اوبس۔

ديهودوشرعی قانون وايی:

که چیری دښځې بربنډسروی، نوپه داسی حالت کی درحمت غوښتنه کول، یادُعاکول، یادخدای جل جلاله څخه څه غوښتل، داټول بې ځایه اومنع دی، ترڅوچی ښځه حجاب کوی۔داځکه چی دښځې نه حجاب دلعنت سبب ګرځی اولعنت دی، ددې څخه دامعلومیږی چی که حجاب نه وی، نو ټول عبادت بې ځایه دی، اوددې ښځې هیڅ هم نه قبلیږی، اوداخولاپرېږده چی دبې حجابه ښځې څه نه قبلیږی؛ بلکی که یوه بې پردې ښځه دنارینه ووپه ټولۍ کی وی، نوددې ټولونارینه اوښځینه ووهیڅ عبادت، نیرا، ژړااوغوښتنه هم نه قبلیږی، دلوڅ سرې اوبې حجابه ښځې داسی سزاده په یهودیت کی۔

نوربیا…