fbpx

مرتد څوک او څه حکم يې دی؟ (۴)

لیکوال: عبد الغفار جبیر

دخلفاء راشيدنيوپه وخت کي دمرتدينووژل

۱: جلالدین سیوطی رحمة الله علیه پخپل کتاب تاریخ الخلفاء کي لیکي چې دنبی کریم صلی الله علیه وسلم دفات څخه وروسته مدینې په شاوخواکي څه عرب مرتدشول نوحضرت ابوبکرصدیق رضی الله عنه هغه دشرعي حکم مطابق هغه دوژلولپاره ودرول اوترتیغ یی ویستل.
(تاریخ الخلفاء، مخ ۵۶)

۲: کله چې حضرت ابوبکرصدیق رضی الله عنه ومدینې منورې څخه فارغه شونومسلمه بن کذاب ته یی مخه کړه هغه دنبوت دعوه کړی وه اوهغه دصحابه کراموپه اتفاق سره مرتدؤاودخالد بن ولید تر مشرۍ لاندی یی یولښکر ورولیږه اوهغه یی وواژه.
(فتح الباری، (تاریخ الخلفاء، مخ ۵۶)

ددې څخه داجوته شول چې هغه څوک چې دنبوت دعوه وکړی هغه مرتددی اوواجب القتل دی.

۳: په ۱۲ هق کال کي په بحرین کي څه خلک مرتدشول دهغو دوژلو لپاره یی علاء ابن الحضرورولیږه.
(تاریخ الخلفاء، مخ ۵۶)

۴: په عمان کي څه خلک مرتدشول دهغودوژلوحکم یی وعکرمه ابن ابی جهل ته ورکړل شو.
(تاریخ الخلفاء، مخ ۵۶)

۵: حضرت عمرفاروق رضی الله عنه وخپلوخلکوته دمرتدینوپه هکله وویل چې تردروورځوپوری ودوی ته داسلام دعوت ورکړی اویوه یوه ډوډۍ هم ورکړی که یی داسلام دعوت ونه مانه نوقتل یی کړی.
(شفاء قاضی عیاض)

۶: حضرت عثمان رضی الله عنه فرمایی چې هرهغه څوک چې داسلام څخه وروسته پخپله خوښه سره کافرشو هغه دی ووژل شي.

۷: سلیمان ابن موسی دحضرت عثمان رضی الله عنه یوه دایمی طرزالعمل بیانوی اووایی چې حضرت عثمان رضی الله عنه به ومرتدته درې ځلی دتوبې توصیه کوله که هغه نه وای منلې نوبیابه یی وواژه.
(کنزالعمال، ټوک ۱، مخ ۷۹)

۸: دامام بخاری رحمة الله علیه څخه نقل دی چې حضرت علی کرم الله وجهه مرتدین ووژل.
(بخاری)

دخلفاء راشدینوڅخه وروسته داسلام نوروخلیفه ګانوهم مرتدین وژلی دي لکه:

حضرت عبدالله بن زبیررضی الله عنه، خالدقسري، خلیفه منصور، خلیه معتصم، خلیفه مهدی اوداسی نور…

نوربیا…

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د