کاپيسا: د فرنسوي عسکرو پر موټر چاودنه کې ۱ عسکر مړ او ۴ نور ټپيان شوي دی
نن ټکی آسیا: د کاپيسا ولایت د تګاب په ولسوالۍ کې تیره شپه د فرنسوې ځواکونو پر ګزمه باندي چاودنه وشوله، چي له کبله يې موټر اور واخیست او ځای پر ځای وسوځید.
د تګاب ولسوالۍ ولسوالۍ رسنیو ته ویلي چي تیره شپه د تګاب ولسوالۍ د فیروزخیل په سیمه کې دغه پيښه را منځته شوه، خو هغه ویلي چي فرنسوي ځواکونو ته هیڅ ډول زیان نه دی رسیدلی.
د بلي خوا د بهرنیو ځواکونو رسنیز دفتر هم پيښه تأیید کړی او د تلفاتو په اړه يې خوله پټه کړې، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چي په چاودنه کې د بهرنیو ځواکونو پنځه سرتیري ووژل شو.
خو د فرنسې د رئاست سره څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې وویل شول چي د پنجشنبې په ورځ د دوی پر عسکرو چاودنه وشول، چي له کبله يې یو عسکر مړ او ۴ نور ټپيان شول.
په خبرپاڼه کي راغلي چي وژل شوی کس یو لوړ رتبه عسکر وو، او ټپي شوي عسکر د ماینونه په شنډولو کې د مهارت لرونکي عسکرو څخه دي.