شعـــــرونه

د اسير جانان يادونه – الهام

بې اختياره مي له خولې وزي آهونه
په زړګي مي د اسير جانان يادونه

فضل فضل امتحان دى د صبرونو
فضل فضل څه اوږده انتظارونه

خدايه نورموداغمجن زړونه خوشحال كړې
خداى غوڅ د ظالمانو كړې لاسونه

لاترڅو به شين طوطي فقس كي بندوي
لاترڅو به يې زخمي وي وزرونه

باورى يم پوره كيږي چي هروخت وي
د دين دوستو ارمانجنو ارمانونه

ته ټكوركړې ومظلومو زخمي زړوته
د الهام د غزل شپږ سره بيتونه

سید احسان الله الهام

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x