نړۍ

اسلامي دولت له يو جاپانی بندي سر پرې کړ

نن ټکی اسيا (شبنه، سلواغې۵مه، ۱۳۹۳ل): اسلامي دولت څو ورځې وړاندې دوه جاپانيان نيولي وو، چې تېره شپه يې له يوه سر پرې کړ او د دوهم د خلاصون لپاره يې جاپاني حکومت ته خپل شرطونه وړاندې کړل.

اسلامي دولت د جاپاني بندي يو غږيز کليپ او څو انځورونه خپاره کړي او اسلامي دولت سره بندي ژوندی جاپانی د وژل شوي بندي جاپاني د مرګ پړه پر جاپاني حکومت اچوي.

په دغه غږيز کليپ کې ژوندی جاپانی کينجي جوتو د وژل شوي جاپاني هارونا يواکا د وژلو خبر ورکوي او زياتوي، چې اسلامي دولت د ده ملګری هارونا يواکا وواژه؛ ځکه چې جاپاني حکومت د دوی غوښتنې ونه منلې او که اوسني شرطونه يې ونه منل شي، نو دی به هم ووژني.

کينجي جوتو وايي، چې د اسلامي دولت غوښتنه ډېره اسانه ده، هغه دا چې دوی له اردن څخه خپله بندي خور ساجده الريشاوي غواړي.

جوتو په دغه غږيز کليپ کې له خپلې ښځې، کورنۍ او ازادو رسنيو غوښتنه کړې، چې پر جاپاني حکومت فشار راوړي، تر څو د اسلامي د اسلامي دولت غوښتنې ومني او دی له مرګه وژغوري.

جاپاني رسنيو د چارواکو له قوله ليکلي، چې دوی د اسلامي دولت له لوري د خپاره شوي کليپ څېړنه کوي او په دې اړه به خپله وروستۍ پرېکړه وروسته وکړي.

د جاپان حکومت د وژل شوي جاپاني وژنه په سختو ټکو غندلې او له اسلامي دولته يې غوښتنه کړې، چې پاتې بندي جوتو جاپانی ژر تر ژره خوشې کړي.

د يادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې اسلامي دولت دوه جاپاني ژورناليستان نيولي وو او له جاپاني حکومته يې د نوموړو ژورناليستانو د خلاصون په موخه ۷۲ ساعتونو کې دوه سوه ميليونه ډالر غوښتي و.

تېره ورځ يې دغه ضرب الاجل پوره شو او اسلامي دولت هم يو بندي هارونا يواکا ووژاه او د کينجي جوتو د خلاصون لپاره يې د ساجده الريشاوي د خلاصون غوښتنه کړې، چې اردن کې بندي ده.

د اردني حکومت په وينا ساجده الريشاوي هغه عراقۍ سرتېرې بريدګره ده، چې ۲۰۰۵م کال کې د خپل مېړه له خوا د اردن په پر يو هوټل د بريد لپاره چمتو شوې وه او اردني امنيتي ځواکونو له بريد وړاندې ونيوله، چې تر اوسه اردن کې بندي ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x