په روانه میلادي میاشت اګست کې د بهرنیو ځواکونو د مړو شمېر ۵۵ عسکر ته پورته سو
نن ټکی آسیا: د افغانستان په ختیځ او جنوبي سیمو کې د بهرنیو ځواکونو ۳ سرتیري ووژل شول.
د بهرنیو ځواکونو د مطبوعاتي دفتر څخه په جلا جلا خبرپاڼو کې خبر ورکړه شو چي تیره ورځ او نن ورځ د افغانستان په یادو سیمو کې د چاودنو او بریدونو له کبله ووژل شول.
په لومړۍ خبرپاڼه کې ویل شوي چي تیره ورځ د افغانستان په ختیځ کې د ایساف پر ځواکونو چاودنه وشول، چي له کبله يې یو سرتیری ووژل شو.
او همداسي خبرپاڼه زیاته وي چي د افغانستان په جنوب کې د طالبانو په برید کې بل سرتیری ووژل شو.
باید وویل شي چي تیره ورځ د افغانستان په جنوب او ختیځ کې د بهرنیو ځواکونو د ۷ عسکرو وژل کیدل اعلان شول، ځکه چي پرون ورځ هم ایساف منلې وه چي ددوی ۵ سرتیري د افغانستان په جنوب کې د یوې چاودني له کبله ووژل شول.
په یوه بله وروستۍ خبرپاڼه کې چي د په کابل کې د ایساف د رسنیز مرکز څخه خپره شوې ویل شوي چي د افغانستان په جنوب کې نن د جمعې په ورځ یوه چاودنه وشول، چي له کبله يې د بهرنیو ځواکونو یو سرتیری ووژل شو.
که څه هم ایساف د وژل شویو عسکرو هویت او د پيښي دقیق ځای نه دی څرګند کړی، خو د فرنسې د ولس مشری د ماڼۍ اعلان کړی چي تیره ورځ د افغانستان په کاپیسا ولایت کې د یوې چاودنې له کبله د فرنسې یو عسکر مړ او څلور نور ټپیان شول.
باید وویل شي چي ددې عسکرو د وژل کیدو وروسته بهرنیو ځواکونو دا ومنل چي د رواني میلادي میاشتي اګست د لومړۍ ورځي څخه تر اوسه ددوی ۵۵ عسکر وژل شوي دي.