
کابل: پر بهرنیانو زوروره چاودنه شوې
نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې، ۵مه، ۱۳۹۳ل): نن سهار د بهرنیانو په کتار زورورې چاودنې درنه مرګ ـ ژوبله واړوله.
د کابل په وخت سهار شپږ بجې د دې ښار په پنځلسمه ناحیه کې په بهرنیانو چاودنه ترسره شوه.
ذبیح الله مجاهد د برید مسوولیت اخیستی او ویلي يې دي، چې ګڼو بهرنیو عسکرو ته يې مرګ ـ ژوبله اړولې ده.
دغه پېشه د پنځلسمې امنیتي حوزې اړوند په قصبه سیمه کې شوې ده.
له بلې خوا د کابل امنیه قومنداني مسوولین وايي چې دا یو سرټيری برید و، چې په خبره يواځې بریدګر پکې له منځه تللی.