نظــر

تړلي جوماتونه

ليک: زرين شينوارى

مونږ ته به مشرانو ويل چې د هر څه بد که غواړئ دومره تاوان په کې نه وي خو د قام بد به هيڅ کله نه غواړئ. په دې اړه به يې يو متل هم وکړ چې لوخې د قام بد غوښتى و سر يې په درياب کې وچ شو.

د افغانستان کډوال چې په پاکستان او په خاصه توگه خېبر پښتونخوا کې له کمونستي کودتا راپدېخوا ميشت دي دوى هم افغانان او ځايي اوسيدونکي هم چې د شناختي کارډ (تذکرې) په فورمه کې ورته افغان ليکلي وي دواړه افغانان دي خو له بده مرغه سندي، بلوچي او پنجاپي د افغانانو کورونه تراوسه نه وران کړي او نه يې افغانان لوټلي دي. که داسې وکړي يا يې کړي وي گيله ترې نه کيږي.

له هغه وخته چې افغانان پاکستان کې ميشت شوي دي دا يې څلورم ځل دى د جنرال ضياء الحق اولو کلونو پرته چې افغانانو ته به (جهاد افغانستان – دفاع پاکستان) ويل کېدل نور يې په هر دور کې خپله برخه کړاو ليدلى دى.

اوس چې د يوې خوا د پاکستان لوړ پوړي چارواکي تر ٢٠١٥ پورې د افغانانو اوسېدنه خپل حق بولي چې په درې گونې موافقه پاکستان، افغانستان او يو اين ايچ سي آر سره لاسليک کړي دي بايد د روان کال تر آخره پاتې شي خو د يوې اوونۍ راپدېخوا د خېبر پښتونخوا پوليسو پر افغانانو ډانگى ايښى دى همدا پښتانه پوليس يې سره د کارتونو په بازار، لارو، جوماتونو او کورونو کې نيسي او په ډول ډول بې عزتۍ سر يې زنداني کوي چې پر تورخم لاره يې آخر ورواړوي.

بېگا ماښام لمانځه ته لاړم د جومات دروازه تړلې وه څو تنو ځايي اوسېدونکو وويل: دا دريمه ورځ ده چې د ماښام لمانځه پر مهال پوليس راځي په جومات کې ټول افغانان سره د کډوالۍ د کارتونو زنداني کوي.

يوه ورځ امام صاحب و نن يې امام هم نه دى راغلى د جومات کيلي د امام صاحب سره ده او جومات تړلى دى. ما په خپل جومات تړلو افسوس وکړ. بيا يې راته وويل : يوازې دا نه د پاس کمپ د درې واړو جوماتونو دروازې هم تړلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x