افغانستان

دسويلي ولايتونو د سوداګرو ستونزي او د خوراكي توكو د بيو لوړوالي

kandahar_bazarاسد الله زړه سواند :كندهار

د جنوبی حوزی ملی سوداګر وايي د افغانستان او پاکستان هيوادونو تر مينځ د افتا پنامه سوداګريز تړون دوی ته دمنلو وړ ندی .

ددوی په وينا د مالي وزارت لخوا پر وارداتو د پينځه ډوله مالي وضع کول اداری فساد او جنوبی حوزی ته د کراچی له بندر څخه په راتلونکو مالونوکی د کمی ونډی ورکول ددی سبب شوی چی په دی حوزه کی د اړتيا وړ توکو قيمت ورځ تر بلی لوړ شی .

دهيواد په جنوبی ولايتونو کی په دی وروستيوکی د لمړنيو توکو بيي تر بل هر وخت لوړی شويدی چی ددی ولاياتو د اوسيدونکو له زغم څخه وتلی او دوی نشی کولای خپل د اړتيا وړ توکی په بازارونو کی رانيسی.

د کندهار ملی سوداکر وايي د مالي وزارت لخوا د اړتيا وړ پر لمړنيو توکو پينځه ډوله ماليه ددی سبب شوی چی د يادو توکو په قيمت کی لوړ والی راشی.

د افغانستان د ملی متشبثينو د مشورتی بورډ مرستيال سيد نجم الدين آغا د کندهار دملی سوداګرو په استازيتوب وويل د کراچی په بندر کی چی مخکی پر دوه کانتينر موادو څلور لکه محصول راتلی او س دا رقم پينځه لسو لکو ته رسيدلی چی سوداګر مجبور دی دا پيسی د لمړنيو توکو پر قيمت اضافه کړی .

ښاغلی نجم الدين آغا زياته کړه د هيواد په سوداګريزو چارو کی د ګډوډی يو بل لوی علت په دی برخه کی د ګڼو ادارو جوړيدل دی چی بايد ټولی لغوه او يواځی د سوداګريزو چارو وزارت دا چاری اداره کړی .

د ملی متشبثينو مرستيال وويل د کراچی له بندر څخه هيواد ته په راتلونکو کانتينرانو کی هم جنوبی حوزی ته ډيره لږ ونډه ورکړل شويده او په سوونو کانتينرانو کی يواځی شل کانتينره مواد د جنوبی حوزی نهو ولايتونوته ونډه ورکړل شوی . چی داخپله ددی حوزی له خلکو سره لويه جفا ده .

د يادونی وړ ده چی جنوبی حوزه دامنيت له پلوه هم د هيواد دنورو ولايتونو په پرتله له ډيرو ګواښونو سره مخ او د جګړو مرکزونه ګرځيدلی چی په دی ولايتونو کی د لمړڼيو توکو دبييو لوړ والی د اوسيدونکو ژوند نور هم تر يخ کړی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x