افغانستان

پکتیکا: اربکیانو په واورین ژمي کې دوه سوه کورنۍ کډوالۍ ته اړ کړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې، ۵مه، ۱۳۹۳ل): د پکتیکا ولایت په یحی خېلو ولسوالي کې مېشتو اربکیانو د دې ولسوالي دوه سوه کورنۍ کډوالي ته اړ کړې دي.

د دې سیمې خلک وايي چې اربکیان وايي چې يا باید له دوی سره ټوپک واخلو او له طالب سره جګړې ته تیار شو او یا هم باید له سیمې کډه وکړو.

دغه دوه سوه کورنۍ د یحی خېلو ولسوالي د یحی خېلو، مټاخېلو، غیب خېلو، مارزکانو، وړوکو او ځینو نورو کلیو دي، چې اربکیانو يې پخپل سر نوملړ برابر کړی او له سیمې د وتو امر يې ورته کړی دی.

یو تن د نوم نه ښودو په شرط نن ټکی اسیا ته وویل چې دی د جومات خادم دی، اربکیان ورته وايي چې دا کار دې پرېږده او له موږ سره په لیکه کې شه.

هغه وايي: «دوی وايي چې دا خادمي پرېږده، راځه اربکی شه، ما تر اوسه ولاکه چرګه حلاله کړې وي، دوی بدي راباندې کوي خلک راباندې وژني.»

د نوموړي په خبره اربکیانو ته له ځواب وروسته هغوی ورته ويلي چې ته د طالبانو جاسوس يې او باید سیمه خوشي کړي.

د پکتیکا سیمه ییز چارواکي د یحی خېلو د اربکیانو له دې پرېکړې خبر او ورسره همغږي دي.

له سیمې کډه کوونکي وايي چې دوی په لوی لاس دې ته مجبورېږي چې د خپلو کورونو، ځمکو او پټیو لپاره ټوپک ته لاس کړي او د اربکیانو پر ضد ودرېږي.

هغوی وايي چې د پکتیکا امنیه قومندان او والي ته مو هم حال ورکړ، خو د دوی يې هیڅ مرسته ونه کړه، بلکې په پکیتکا کې د اربکیانو عمومي قومندان عزیز الله دوی ورټل او له طالبانو سره يې په همکاري تورن کړل.

تر دې وړاندې هم له دې سیمې نه اربکیانو د مسجدونو ټول امامان، د مدرسو مدرسین او دیني مخور شخصیتونه شړلي وو، چې په سیمه کې مشهورې مدرسې اوس تړلې پاتې دي.

د یحی خېلو ولس وايي چې دوی مجبور دي، چې د اربکیانو پر ضد د طالبانو ملا وتړي او د خپلو ځمکو او کورونو د خوندیتوب لپاره د دوی مقابله وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x