نظــر

د افغان ملي هویت د مسخ کولو هڅې

څارنوال نصیراحمدزاخیل
د پخوا زمانو راهیسي چې لا هم د ولتونه رامنځته شوي نه وو او وګړو په ابتدایي، بدوي او قبیلوي شکل ژوند د رلود په هغه وخت کې هم قبیلوي حکومتونه موجود او هر قوم او قبیلی ځانته مشخص هویت چې د هغه په اساس به د نورو قومونو او قبائیلو څخه جلا کېده د رولوده .

وروسته د څو پېړۍو د هغه قبیلوی ټولنو او حکومتونو انکشاف وکړ او په پایله کې یی خپلواک او مستقل د ولتونه رامنځته شول چې هر د ولت ځانته خاصه جغرافیه، خاص فرهنګ ، کلتور او عنعنات ، ځانګری سیاسی او پوځی ځواک او ځآنګري هویت د رلود.

د اسلام مبارک د ین د ظهور سره سم نوموړي مشخصه یعنی د قبائلو قومونو یو تربله پیژندګلوی په هکله چې مرام یی د هر قوم په ځانګړي هویت باندی د تائید مهروه وواهه او په صریح نص سره یی د هر قوم د پیژندګلوی او هویت معیار تائید او د ټولو ترمنځ یی د الله تعالی په وړاندې د برتري معیار یواځی تقوا وګڼله او بس.

په معاصره پېړۍ کې سره د دې چې زیات شمیر خپلواک او مستقل هیوادونه رامنځته شول خو سره د دې هم هر یو یی د یو ځآنګری هویت لرونکې د ی او هرنوې رامنځته شوي هیواد او نور تاریخې هیوادونه په خپل ټول توان او ځواک سره د خپل هویت د ساتلو د مدعیان د ی .

خو زموږ د هیواد ګران افغانستان په معاصر تاریخ کې د ښکېلاکې ځواکونو د پرلپسي تاړاکونو او د دوی هیواد د کمزوری کولو په نتیجه کې د سیمی لري او نژدی ګاونډیانو او حتا د نړی زبر ځواکونو د خپلو شومو اهدافو لپاره د دې پاکې خاوری په ملی او د ینی مقدساتو ، ملی تاسیساتو ، ملی ترمینالوژی ، اوبلاخره په د ی ورستیو کې د افغان ملی هویت چي په هیواد کې میشت ټول اقوام او قبائیل پری راټولیدای شی د داخلي ګوډاګیانو په همکاری د دې ملی هویت د مسخ کولو هلی ځلی شروع شوی .

سره د دې چې د نړی زیات شمیر هیوادونه د غیر متجانس قومونو او ملتونو څخه تشکېل شوی د ی او په ټوله نړی کې به هیڅ د اسی هیواد پیدا نشو کړای چې د یو ژبی، یو قوم او یو نژاد څخه وی مګر بیا هم هغوی د  خپلو هیوادنو د عمومی مصالحو لپاره او د ښه ارام سوکال او باامنه د ژوند په خاطر په یوی رسمې ژبی چې معمولاً د اکثریت ژبه وی او یو ځانګړي ملي هویت په منلو سره راتلو شوی وی .

افغانستان هم د مختلفو اقوامو او پرګڼو څخه جوړ یو هیواد د ی چې د تاریخ په اوږدو کې یی د مختلفو اقوامو ترمنځ ګډ کلتوراوعنعنات د رلودل او په مشترک ډول یی کلونه کلونه د امن ، خوښی او د هیوادملی مصالحو په لاسته راوړلو او د  ورورګلوی په فضاُ سره ګډ ژوند د رلود.

خو د معاصري پیړي په د ي ورستیو کې د سیمې نړي استخباراتی کړیو او په د اخل کې د هغوی لاسپوڅو ګوډاګیانو خودخوا او مغرضو اشخاصو لخوا د دې پاکي خاوري ملی وحدت د لمنځه وړلو لپاره په مختلفو ژبني .سمتی ، مذهبي ډلو ویشلو او نورو نیرنګونو څخه په پراخه کچه استفاده او د هیواد ملې وحدت یی د زیان سره مخ کړ.

په ټولنه کې د ملی وحد ت ارزښت د بدن د مفاصلو د ارزښت ته ورته د ی کله چې بدن مفاصل ونه لری یاستونزی سره مخ وی بی له شکه د بدن سلامتیا لمنځه ځی د بدن غړی زیان وینی او په پای کې بدن د نابودی سره مخ کوی. همدارنګه که په ټولنه کې ملی وحدت نه وی نوموړی ټولنه د نابودی سره مخ وی . متاسفانه زموږ د هیواد سیاسی معاصرو لوبغاړو د خپلو ناروا شخصی ګټو ړدلاسته راوړلو په موخه ملی وحدت د ستر ګواښ سره مخ کړ.

د سیمی د مغرضو هیوادونو لمسون، پراخه مادي او معنوی امتیازاتو پربنا خود فروش وطن فروش او خائین افراد د ی ته وهڅول چې زموږ د ګران هیواد ملی وحدت مات او د مختلفو فرهنګي ، ملی ، تاریخي عابدات،  ملی ایډیالوژی، وطن پالنه ، ملي مصطلحات ،  اونور تر برید لاندی ونیول او په کرارکراره یی د قومونو ، مذهبونو او سمتونو تر منځ د نفاق اور بل کړ. او په د ی چلوټو سره یی د دې تاریخی مدنیت ، عظیم الشانه برم لرونکې قوم ، قوی عظم ، تقوا، دیانت، متانت، احساس ، غیرت او تاریخی وحدت مات او هیواد یی په د اخلی ستونزو کې سره لاس او ګریوان کړ.

مغرضو کړیو لمړي د هیواد د  وګړو ترمنځ ژبنی تعصب ته لمنه وهل شروع کړل د هغه مختلفو ژبو ویونکې چې کلونه کلونه سره یو ځای اوسیدل او یو د بل په ژبه سره پوهیدل د هغوی ترمڼځ یی بد بینی راوټوکوله او تاریخی د وستان یی یو د بل مقابل کې د ښمنی ته تیار کړل ،  ژبه په حقیقت کې د بشری ټولني د یو ملت د هویت مشترکه فرهنګي پانګه او میراث د ي مګر د ی تالی څټو د پردیو د ګټو او خپلي شیطانی غوښتنو لپاره خپل هیواد د ژبنی تعصب اور ته واچوچي په نتیجه کي یی د هیواد ټولو مروجو ژبو د پرمختګ مخه ونیوله .

په د وهم قدم کې یی هیواد په سیمو او سمتونو وویشه او هغه تاریخي پس منظر چې د یو سیمی خلکو د نور سره د رلود هغه یی زنابودی کندی ته واچوله د هیواد د مختلفو سیمو خلکو تر منځ پراخه خپلولوی موجودی او حتی د موسمونو په تغیر سره د یوی سیمی خلک بلی سمی ته تلل او هلته د هغه سمیی اودسیدونکو لخوا د پراخه هرکلی سره مخ کېدل او په ګډه یی ژوند کولو مړی او ژوندی یی سره شریک د خپلوی تر د رجی پوری سره نژدی شوی وه مګر د دې مغرضو افرادو د خود خواهی له کبله د نوموړو افرادو ترمڼځ د نفاق د رځ واچول شوو او په د ی ورستیو کې د یوي سیمی خلک حاضر نه د ی هغه خکلو ته چې کلونه کلونه یی د دوی سره یو ځای ژوند کولو په خپله سیمه کې د موقت اوسیدلو زړه هم ورته نه ښه کوی .

په د ریم قدم کي یی د نوری نړی په څیر د لته هم د مذاهبو تر منځ نفاق ته لمن وهل شروع کړل په د ی برخه کې یی هم د بادارانو لخوا په پراخه کچه مادی او معنوی مرستی ورسره وکړی او تر یو حده په برخه کې هم خپل هدف ته نژدی شوی د ی .

په څلورم قدم یی زموږ ملي تاریخی کلتور ، فرهنګ او عنعنات تر برید لاندی ونیول په د ی برخه کې یی هم پراخه کار شروع کړ.دافغانانو بی فرهنګه کولو اخپل فرهنګ د رواجولو ، بیرونی افغان ضد اصطلاحات ، لغات،  او عبارات یی زموږ د ملی مصطلحالتو په عوض رادننه کړلاوهم یی د دې ملت په فرهنګ ، دود اوعنعناتو ، اواخلاقو د فاسدولو او لمنځه وړولو برید وکړ بیرونی فرهنګ یی رادننه او خپل ملی ، افغانی او تاریخی فرهنګ سره یی د دې فرهنګپال ملت نا اشنا کولو هڅي پیل کړی بد اخلاقیو او بی حجابی ته یی وده ورکړه.ځینی بی فرهنګه پوچ زهنه او تش په نامه افغانان یی په لومو کې ښکېل شول.

زموږ ملی تر مینالوژی د ستر ګواښ سره مخ کړه او په هغه کې یی پردی لغات د اخل کړل سینما ا تیاتر یی هم د خارجی مضخرفاتو څخه ډک او بی حجابه بد اخلاقه برنامی یی زموږ په سپیڅلی او ملی کلتور کې د اخلي کړی .

د ځوانانو فکرونه یی مخشوش او پردیو کلتور ته یی هغوی وهڅول تر څو په راتلونکې کې خپل ملی کلتور څخه نوی ځوانان ناخبره ملی احساس او افغانی غیریت یی راژوندی کولو لاره بیا ونه مومی. تاریخي ابدات او تاریخی سیمی یی ړنګي کړی تر څو د ا ملت د خپل تاریخي کارنامو څخه ناخبر وساتي په ملی اثارو، تاریخی عابداتو ، تاریخی ودانیو او نورو برید تر سره چې متاسفانه ملی اثار او تاریخی عابدات یی هم د ځینو د اخلی تالی څټو ، قاچاقچېانو او غلو پرمټ چور او تالان کړل.

په پنځم قدم کې یی د هیواد سیاسی واک تر برید لاندی ونیو او خپل تالی څټي ګوډاګیان یی په مختلفو سیاسی ، امنیتی ، مشورتي اونورو برخو کې واک ته ورسول په ملی شورا، ولایتي شوراګانو، کابینه ، قضاء، څارنوالی، ملی پوځ ، ملی پولیس، او نورو لوړ رتبه پوسټونو ته خائین وطن فروش ، عیاش ، او بی بندوباره افراد د مادیاتو ، مذهبي، او سیمه ایزو او نورو تبلیغاتو په اساس په لوړو پوسټونو کې نصب کړل چې په د ی اساس یی خپلو شومو اهدافو ته د رسیدلو لپاره لاره هواره او وتوانیدل چې د حکومتی منصبونو په اساس ملت تر منځ مذهبي ، سیمیز، ژبنی ، او سیاسی تعصباتو ته وده ورکړی او اوی وی کولای شول چې اوبه خړی او ماهیان په کي ونیسی یعنی خپل اهداف د ملت د  کازب ملاتړ په شتون کې تر لاسه کړی.

بهرنو هیوادنو د خپلو پراخه اقتصادی ګټو او د دې خاوری د طبعی منابعو څخه د ګټی ګرمو اوبو د رسیدلو او نورو اهدافو په خاطر زموږ سیاسی لوبغاړی په د ی عصری نړي کې په خپل منځ کې په بی معنا او بی ګټي مبارزی لکه ژبی، قوم ، سمت او نورو مخالفوتونو سره مصروف کړل او هیوادیی عصری کولو ، پرمختیا ، او ودی ته پرینښود، تر څو زموږ د صنعتی کېدلو او په پښو د ریدلو په اساس د هغوی د بی کېفیته توکو د خرڅلاو د ا ګرم بازار د لاسه ورنکړي.

د ټولو فرهنګی ، ایدیولوژیکې ، اونورو بریدونو څخه وروسته د ی ورستیو کې د سیمی مغرضو هیوادونو او په افغانستان او افغان حکومت کې د هغوی نصب کړای شوو وطن فروش عیاش ماده پرستو په مټ د دې غیور، ملت د ملی هویت سلبولو او مسخ کولو ته ملاوتړله او هلی ځلی یی شروع کړی تر څو بلاخره افغانان د نړي په مخ بی هویته کړي.

د کرزی حکومت په ورستیو کې حکومت زیاتره استخباراتی کړیو به لاس کې وه او د تابعیت د تذکرو قانون چې لمړی د حکومت لخوا مسوده تیاره په د وزارت عدلي،  کابینه او بلاخره په ملی شورا کي د  پردی پالو عناصرو په هڅو ، چل ، فریب او نیرنګ د غه مسوده تصویب او ولسمشر ته د توشیح لپاره ولیږل شوه.

بلاخره په خواږه خوب ویده ملت ځینو ملي او وطنپال بنسټونو او څیرو هم د بریښڼا په څیر یو شوک وخوړ او راویښ شول چې هی! د اڅه روان د ی ملی وحدت مو مات ، لوړ پوړی چارواکې مو د اسخباراتی کړو لخوا تغذیه کېږی، ملی فرهنګ مو خارجی شو ، ملی ترمینالوژي مو د پردو په لاس کې کښیوته او س نو غواړی چې بی هویته مو هم کړي؟

هماغه وه پراخه تظاهراتو ، کنفرانسونو ګردی میزونو او نورو د لاری یی خپل غږ د سیمی او نړی مغرضو هیوادونو او د هغوی د اخلی ګوډاګیانوته ورساوه چې آه خبردار نور د رسره هیڅ معامله نشو منلای او په هیڅ قیمت د خپل ملی هویت څخه نشو تیریدلای.

خو بیا هم بیدون د یو شمیر محدودو بنسټونو څخه اکثر سیاسی حرکتونو، مدنی حرکتونو، قومی حرکتونو ، ملی او قومی څیرو د  بی هویته کېدلو په وړاندې هم همغه مضر احتیاط څخه کار واخیست او چوپه خوله پاتي شول .

د دغه محدودو وطن پالو غږ یو څه اثر په حکومت پری باسه سره د دې چې ولسمشر نسبتاُ نرم مزاجه ، اویو ضعیف شخصیت او ۱۳ کلنه د وره یی په ډیر غیر معقول احتیاط او ضعف سره پرمخ یوړه هغه هم د  سیمی اونړۍ د استخباراتی کړیو او د هغوی د اخلی لاسپوڅو څخه په ډار او هم یی د هغوی مادی امتیازات ترلاسه کول خو سره د دې د ومره ضعف بیاهم هغه افغانی غروور چې د ده په وینه کې موجود وه د ده وجدان ورته د ا اجازه ورنکړه چې د ا کرغیړن عمل ته زړه ښه کړی او نوموړی تصویب شوی قانون د توشیح څخه یی د خپل حکومت تر پایه ځان وژغوره .

نوي حکومت چې د ډیرو اقتصادی ، امنیتی ، اوټولنیزو ستونزو څخه وروسته د نړیوالو په مستقیمه مداخله د ملي وحدت تر شعار لاندی د  د استخباراتی کړیو او ځیني افرادو مشترک حکومت جوړ شو په همغه لومړیو کي یی د تابعیت د تذکرو قانون توشیح کړ.

یو شمیر مدنی فعالانو، او ملي مبارزین بیا هم ارام نشول او خپل مدني اعتراضونو ته یی د وام ورکړ د دوی د فشار په اساس حکومت وعده وکړه چي موږ به د ا قانون تعدیل او د ملي هویت مسئله ته به د پای ټکي کېږدو ملیت (نیشنیلټی ) په کي ذکر کړو.

خو لا هم د ا قانون تر اوسه نه د ی تعدیل شوی او حکومت د تیر په څیر ملت په تشو وعدو د وکه کول غواړی او زموږ د هیواد هغه افراد چي ځانونه د دې خاوری ټیکه د اران بولی او تل یی د هیواد امتیازات تر لاسه کړی ، یو شمیر ګوندونه چې ځانونه د دې هیواد ملي او تاریخی سیاسی حرکتونه بولي، ځینی د مدني حرکتونه چې ځانونه د هیواد په د رد د ردمن بولي، او یو شمیر قومي شوراګاني چي تل یي د قوم په نوم د دې هیواد امتیازات ترلاسه کړي او لای یی هم د عوه لری او نو چې ځانونه ملی اونړیوال شخیتونه بولي ټول د ملت سره د دې ستري جفا په وړادی چپ ناست د ی او حتا یو سولیز لاریون ته هم اماده نه د ي .

فاعتبرو یا اولی الابصار

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x