نړۍ

اوباما نوي ډيلي ته ورسيد

نن ټکی اسيا (يکشبنه، سلواغې ۵مه، ۱۳۹۳ل): د امريکا ولسمشر بارک اوباما په درې ورځني رسمي سفر د هند پلازمېنې نوي ډيلي ته ورسيده.

اوباما سره په دې سفر کې د نوموړي ميرمن میشل اوباما په ګډون نور لوړ پوړي چارواکي هم ملګري دي.

د هند لومړي وزير نريندرا مودي د نوي ډيلي هوايي ډګر کې بارک اوباما ته ښه راغلاست ووايه.

له الوتکې د کوزيدو وروسته نريندرا مودي بارک اوباما ته غاړه ورکړه او په خپل ځانګړي موټر کې يې ځان سره کيناو.

ډيلي ته د اوباما د سفر پر مهال سخت امنيتي تدابير نيول شوي او پلازمينه ډيلي کې پنځلس زره امنيتي کامرې او زرګونو امنيتي ځواکونه ځای پر ځای شوي دي.

د خپلې واکمنۍ پر مهال هند ته د اوباما دا دوهم سفر دی.

بارک اوباما د روانې جنوري په ۲۷مه نېټه د سعودي پاچا عبدالله د مړينې د غمرازۍ په موخه د سعودي عربستان پلازمېنې رياض ته هم ځي.

اوباما به د خپل دوه ورځني سفر په ترڅ کې هندوستان سره ګڼ سوداګريز، امنيتي او اتومي تړونونه لاسليکوي.

د يادونې وړ ده، چې ښي اړخو ګوندونو د اوباما د سفر پر مهال نوي ډيلي کې مظاهرې پيل کړي او وايي، چې د لکونو انسانانو قاتل اوباما دې بېرته ولاړ شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x