افغانستان

ننګرهار: د سره رود په ولسوالۍ کې بې پلوټه الوتکه را غورځیدلې

drone_attack_on_wazeristanنن ټکی آسیا: د بهرنیو ځواکونو یوه بې پلوټه الوتکه تیره شپه په ننګرهار کې را وغورځیده.

د ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ څخه ځایي چارواکو خبر ورکړی چي تیره شپه د یادي ولسوالۍ د موی مبارک په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو یوه بې پلوټه الوتکه د تخنیکي ستونزو له کبله را وغورځیده.

په کابل کې د ایساف مطبوعاتي دفتر هم د پيښي تصدیق کړی او هغوی هم ادعا کړې الوتکه د تخنیکي ستونزو له کبله را غورځیدلې.

باید وویل شي چي د اګست میاشتي پر ریمه نیټه هم په ننګرهار کې یوه بې پلوټه الوتکه را غورځیدلې وه، چي طالبانو يې په اړه ویلي وو چي دوی په ډزو ویشتلي او لاندي را غورځولې وه، خو هغه وخت هم ایساف ویلي وو چي د تخنیکي ستونزو له کبله ددوی الوتکه لوېدلې.

د یادوني وړ ده چي د اګست په میاشت کې تر اوسه د بهرنیانو شپږ الوتکې په افغانستان کي را لوېدلي دي. چي په هغو کې ۲ بې پلوټه او ۴ هلیکوپتري شاملي دي.

او په همدې میاشتي کې تر اوسه د بهرنیانو ۵۳ عسکر وژل په رسمي توګه اعلان شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x