روغتیا

څیړنه: د جغندر اوبه مو د وینې له لوړ فشار څخه ژغوري

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۵مه ۱۳۹۳ل): نوې څیړنې ثابته کړې چې د جغندر اوبه انسان د وینې له لوړ فشار څخه ژغوري او په دغه ناروغۍ له اخته کیدو څخه مخنیوی کوي.

د څیړنې په اساس هر ورځ د جغندر یو ګیلاس اوبه استعمالول سربیره پر دې چې انسان د وینې له لوړ فشار څخه ژغوري له نورو ډیرو مختلفو ناروغیو څخه هم مخنیوی کوي.

برتانوي څیړونکو په وینا جغندر خاصه اندازه نایتریډ لري چې د دې یو ګیلاس اوبه په انسان کې د وینې اندازه او د بدن دفاعي نظام په پیاوړی کولو کې ځانګړی اثر لري.

د جغندر اوبه له پورتنیو ګټو سربیره د انسان په بدن کې د وینې فشار نورمال ساتي له دې سربیره دغه خواړه په بدن کې د کولیسټرول اندازې په کمولو کې هم مهمه ونډه لري.

روغتیايي څیړونکو په وینا د جغندر اوبه د وینې شریانونو نرمولو سره د زړه حملې څخه هم مخنیوی کوي. دغه خواړه له دوامداره استعمال سره انسان له ډیرو نورو ناروغیو څخه هم په امان وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ظاهر

که دی گناه کړی وی ،توبه وکړه.که دی بدی کړی وی ،له الله بښنه وغواړه. که اشتباه درنه پیښه شوی وی ،سمه یی کړه ځکه دالله رحمت خورا پراخ دی او تل توبه قبلوی .

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x