افغانستان

په پکتيکا کې تر وخت تېر درې ټنه خوراکي توکي وسوځول شول

expired_foodد پکتيکا په مرکز ښرنه کې د عامي روغتيا  رياست   له خوا درې ټنه  تروخت تېر او بې کيفيته خوراکي توکي  په عام محضرکې وسوځول شول.

د پکتيکاد عامې روغتيارييس ډاکټرولي ګل   وويل ، دغه خوراکي  توکي يې  په تېرو دوو ورځوکې يواځې  د ښرنې په ښارکې د روغتيايي اوقومي شورا په مرسته راغونډکړي و .

نوموړي زياته کړه چې د دغو بې کيفيته  توکيو په وجه د روژې په مبارکه مياشت کې

د ښرنې په ملکي روغتون ناروغان زيات شوي.

هغه وويل: (( اخر  مجبور شو چې  د ښرنې  له روغتيايي اوقومي شورا سره په ګډه دوکان په دوکان وګرځوو او تاريخ تيري خوراکي توکي راټول کړو. )).

دعامې روغتيارييس   وويل  چې  په دې خوراکي توکيوکې ډير  ايراني اوپاکستاني توکي لکه اچار،مربا،بيسکويټ ،ملايي ،مستې ، چاکليټ اويوشمېر  نور شامل دي ..

د عامي روغتيا رييس وايي چي ددې ډول خوراکي توکيو ډيره برخه دوکانداران له غزني او يو شمير نورو ښارونو څخه ددې لپاره راوړي ، چي ورته ارزانه پريوزي او  يوشمير نوريې بيا په   دوکانونو کې تر وخت تيريږي .

په پکتيکا کي دقومونو دمتحدې  شورا مشر ملا معصوم (خيروي) ددغو خوراکي تو کو  دسوځولو په ځاى کې وويل چې   دوکاندار  بايد د يوه مسلمان  په توګه  په خپله دداسې شيانو له خر څولو  ډډه وکړي  .

دا په داسې حال کې ده ، چي له دې څه موده مخکې هم په پکتيکا کې تاريخ تير  خوراکي توکي او درمل د عامي روغتيا رياست له لوري سوځول شوي و .

ابدالی محزون – پکتیکا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x