ورزش

پاکستاني لوبډلې نیوزیلیڼد د کرکټ بورډ له لوبډلې شرموونکی ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۵مه ۱۳۹۳ل): نن د پاکستان او نیوزلینډ بورډ پریزیډنټ ۱۱ لوبډلو تر منځ یو ورځنۍ لوبه وه چې دغه لوبه کې پاکستان په ۶ ویکټو ماتې وخوړه.

د لوبې پچه پاکستاني لوبډل مشر وګټله او توپ وهنې پریکړه يي وکړه چې نیوزیلینډ د کرکټ بورډ لوبډلې دغه فیصله غلطه ثابته کړه. پاکستان په ۴۹.۳ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۳۱۳ منډې جوړې کړې.

د پاکستان لپاره مصباح الحق په ۱۱۹ توپونو ۱۰۷، عمر اکمل په ۵۹ توپونو ۶۸ او احمد شهزاد په ۳۴ توپونو ۳۷ منډې جوړې کړې. نننۍ لوبه کې شاهد افریدي یو ځل بیا په صفر منډو وسوځید.

د نیوزیلینډ بورډ پریزیډنټ ۱۱ لوبډلې لپاره جیمیسن، وان بیک او جونسټن دوه دوه ویکټې اخیستلو سره ښه وځلیدل.

د نیوزیلینډ دغه لوبډله ټاکل شوي هدف یوازې ۴ لوبغاړي له لاسه وکولو سره پوره کړه. د نیوزیلینډ بورډ لوبډلې لپاره نیکولس په ۱۱۳ توپونو ۱۰۴ منډې، پولارډ په ۴۹ توپونو ۳۵ منډې جوړې کړې. دغه لوبه کې سیفرټ په ۸۹ توپونو ۱۱۵ منډو جوړولو سره ناسوځیدلی پاتې شو.

د پاکستان لپاره احسان عادل دوه او سهیل خان یوه ویکټه واخیسته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x