نیوزیلینډ بیا هم سریلانکا ته ستر توپیر سره ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۵مه ۱۳۹۳ل): نن د نیوزیلینډ او سریلانکا لوبډلو تر منځ د ۷ یو ورځنیو لوبو شپږمه لوبه وه. دغه لوبه کې نیوزیلینډ د سریلانکا لوبډلې ته په ۱۲۰ منډو ماتې ورکړه.

د لوبې پچه نیوزیلینډي لوبډل مشر وګټله او توپ وهنې پریکړه يي وکړه. نیوزیلینډ ټاکل شوي پنځوس اورونو کې خپل ۸ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۳۱۵ منډې جوړې کړې.

نننۍ لوبه کې د نیوزیلینډ لپاره ویلیمسن په ۹۵ توپونو ۹۷، ټېلر په ۱۰۲ توپونو ۹۶ منډې او انډرسن په ۲۸ توپونو ۴۰ منډې جوړې کړې.

د سریلانکا لپاره پراساد دوه ویکټې واخیستې او خپل ۱۰ اورونو کې يي ۵۹ منډې ورکړې.

سریلانکايي لوبډلې توپ وهونکي یو ځل بیا خرابه لوبه نندارې ته وړاندې کړه او د هدف په پوره کولو کې پاتې راغلل. سریلانکا خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۹۵ منډې جوړې کړې.

د سریلانکا لپاره سنګکارا په ۶۶ توپونو ۸۱ منډې، تریمانې په ۴۳ توپونو ۲۹ منډې او کروناراتې په ۳۴ توپونو ۲۶ منډې جوړې کړې.

د نیوزیلینډ لوبډلې لپاره انډرسن څلور او مککلینګن دوه ویکټې اخیستلو سره ښه وځلیدل. انډرسن خپل ټاکل شوي ۱۰ اورونو کې ۵۲ او مککلینګن خپل ۴.۳ اورونو کې ۲۹ منډې ورکړې.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د