نظــر

چارلې ایبدو او زموږ مسوولیت

لیکوال: اسد الله رزین

په فرانسوي مجله چارلې ایبدو باندې له جهادي عمله وروسته چې د مسلمان امت حق ؤ، یادې مجلې ټولې اخلاقي او انساني پولې ګډې، معنوي ارزښتونه چې د انسان حقیقت ده هغو ته یی ونه کتل او د فخر کائنات (ص) کاریکاتورونه چې سپکاوی یی سوی ؤ تر پخوا په ډیره لوړه شمیره کې چاپ کړل.

په ښکاره خو دا یو غبرګون ؤ چې د مجلې د ادارې له خوا ښکاره سو، خو دغه ناحقه غبرګون چې له ټولو ادبي بنسټونو لری ؤ داسې وښودله چې دا د یوې ادارې د واک په سیمه کې غبرګون نه بلکې له افضل کائنات (ص) او مسلمان امت سره د نړیوال صلیبي کفر د کینې او کرکې د هغې لړۍ برخه ده کومه چې ابوجهل دغو پیل کړې وه. او اوس یی مسیحي صهیوني ادارې ځای ناستې دي او پالي یی.

غربي رسنۍ د بیان د آزادي تر پردې لاندي د هغه خباثت د خپرولو هڅې کوي د کوم چې موخه د اسلام د انسانیت غواړي دین د یوه ویره اچونکي دین په بڼه کې انسانیت ته ورپیژندل دي. دوی په دغه لاره کې هرڅه کولو ته تیاردي.

په ټوله بی صبرې لګیا دي ترڅو د دی آسماني دین له هره عیبه پاکه څیره ورمسخ کړي. په اړه یی اندیښنې راپیدا کړي. ترڅو په نړۍ کې د امن، حق او رښتیا په لټه کې انسان د ټول وخت لپاره د ګمراهي په تیارو کې ستړی پاته سې.

دوی ویني چې د انسان لپاره د خدای دین شیبه په شیبه د انسانیت له تاوده هرکلې سره مخامخ کیږي، د خلکو زړونه ګټي او د ډاډمن ژوند پیغام ورکوي.

دوی په ویره کې دي چې بیایی سرداري ورړنګه نه کړي.

دوی خپل کړه د اسلافو یا مخکینیو له کړو سره ګوري چې د زوال اندیښنې یی زور اخلې. او د ځان ډاډه کولو لپاره د دښمني او حسد په یوه نوې بڼه کې راوزي. چې دغه ده نن یی د چارلې ایبدو په بڼه کې ګورو. او د اسلامي نړۍ احساسات یی داسې ورلمبی یی کړل چې د تکبیر نارو یی د دوی خوب هم وروتښتاؤ.

دغه دردونکي خباثت د نړۍ امن وګواښو، د هر مسلمان په ضمیر کې یی د بدلي وینه وایشوله، د جذبې سویچ ته یی لاس وروړ. او مسلمان نه ؤ ملامت ځکه چې د فطرت حکم یی ؤ.

د مسلمان عمل که هرڅرنګه وي، خو چې د اسلام او محسن انسانیت (ص) د سپکاوي له پوشتنې سره مخامخ سې بیا تر سرشندنې بله لوړه درجه بیخې پیژني هم نه.

غربي حکومتونو د بیان د آزادي تر ناسم تعبیر لاندي د دی سپک عمل ملا وتړله، د ملیاردو مسلمانانو حقوق یی تر پښو لاندي کړل، ټولو په یوه خوله وویل چې موږ ټول چارلې ایبدو یو. او د صلیب په حکم بل ورته یی د نورو تیلو د ورشندلو له شر او شرمه ډک عمل سرته ورساؤ.

د غربي نړۍ دا په شریکه له مسلمان امت سره د تعصب اظهار په یولسم ستمبر پوري تړاو لري.

ځکه چې له یادې نیټې وروسته دغه رنګه پیښې په یوه او بله بڼه په اوډلې څرنګوالې کې دلته او هلته ځان راښکاره کوي.
دوی نه پوړنی تحمل کولای سې او نه هم د مسجد مناره. چې دا یقینا له مسلمان سره د دوی د فکري ترور د مخامخ کیدو بڼې دي. او ثابتوي چې دا د مسلمانانو په مخالفت کې د مسیحي صهیوني ځای ناستې ادارې د دسیسو د لړۍ کړۍ دي.

د حالاتو څرنګوالی په ټینګه رانه غواړي چې نور د غفلت له اوږده خوبه راویښ، خپل دودیز شتون په یوه علمي شتون بدل، د غرب او اسلام ترمنځ د روانې فکري مخامخ کیدا په ډګر کې خپل اسلامي تاریخ ته په کتو او درناوي کې د هغسې ځلیدو واک ترلاسه، انسان ته د امن تری تښتول سوی د امن تصور چې اوس د صلیبي بربریت په تاړاکونو کې د تاړاکګرو تر پښو لاندې دی په حقیقت وربدل کړو. ځکه چې مظلوم انسان په ویره او اندیښنو کې اوسې، د فرار او قرار په منځ کې پاته ده. او د پریکړې لاسونو او آندونو ته یی ځولنې ورلویدلې دي.

مسلمانه وروره! دا کار په تا پوره ده. د انساني تاریخ یوازې ته په یاد یی چې هم امن غواړی او هم امن راوستلای سې.
هغه نظریه چې ته الهام تری اخلی، فکر پری تغذیه کوی او روح ته سکون پری وربښئ دهغې موضوع هم انسان ده هغه د دغسې بنسټونو او اسانتیاؤ یوازنۍ ټولګه ده. ترڅو انسان د ځمکې په مخ لکه انسان داسې په امن او سوکالي کې واوسې.
وروره! په همدغه لاره تلل دي چې د دی لوی او نړیوال دین نړیوالتوب تحقق پیداکوي، دنبي کریم (ص) مبارکه روح پری مبتسمه کیږي. او ډاډمنه کیږي.

وروره! دا په هرمسلمان فرض دین په تا هم فرض دی. پخپله په دی ښائسته فرض ځان ښائسته کړه، کور جوړ کړه، کوڅه جوړه کړه،کلی جوړ کړه، مسجد اباد کړه، جهل پسې واخله، موږ له جهله سره بد ښکاریږو، جهل د جاهلانو ده، د جهل تیارې باید په موږ نه وي خپرې. او موږ د جهل دور کې لپاره مسلمانان یو.

وروره ! بازار جوړ کړه، ښار جوړ کړه، هیواد جوړ کړه او نړۍ ټوله جوړه کړه.

او دا هغه مهال کیدلای سې چې ته جوړ سې. او ته به هغه مهال جوړیږي چې د عمر فاروق (رض) دغه خبره سمه واورئ اودروایی خلئ.

هغوی فرمایی! په څه شی چې د دی امت اول جوړ سوی ده اخیر یی هم په هغه جوړیږي. او هغه قرآنکریم دی.
وروره ! نو بی ځنډه درولاړ سه او د هغه علمي او متخصص مرکز دروازه وروټکوه چیرته چې قرآنکریم زده کیدای سې.

واکمشران:

په مسلمانو هیوادونو کې د واک په ګدۍ ناستوته هم په کارده چې نور یو څه خپل ګریوان ته سرټیټ کړي او په کې وګورئ چې د غرب غلامي یی څومره حیثیت ته په سترګه کتلې.او څومره یی دخپلو ولسونو په منځ کې پردی کړی دی.

نه یی ژوند د سړی په څیر ده اونه یی مرګ. هغه لاسونه نه لری چې د زړه په غوښتو پسې لپه سې. او سپیڅلې اوښکې پسې تو کړي.

د مریی توب دغه ذلیل ژوند یی د حکومت تصور ته جټکه ورکړې ده، ولسونه یی نه مني او بی حکومتي تر دوی ښه بولي.
واکمشر صایبه! بس ده نور دخاتم الأنبیاء (ص) لوړ شان تر خپل اقتدار مه جاروه او له ولسونو سره آواز یو کړه.

راووزه! دغربي وحشت په وړاندي پټه خوله مه پاته کیږه ،دچارلې ایبدو یا د محمدرسول الله (ص) د سپکاوي په ملاتړی صلیبي لاریون کې نور په هیڅ ډول مه ورګډیږه. هغوی درپسې خاندي.

راپورته سه! او د دی سپک عمل د سپکاوي په احتجاجي او تقبیحي لاریونونو کې د خپلو مسلمانو ولسونو مشرتوب په غاړه واخله.

د تکبیر په نارو زړه ښاد او اباد کړه. او مرګ په صلیب او چارلې ایبدو له خولې راوباسه.

واکمشرصاب! د وخت غوښتنه هم ده، د غیرت ښکلا هم ده، د ایمان حکم هم ده.

اوله خپل ولس سره چې ته یی قی کړی یی د بیرته وراخستو او پیوستون طلایی فرصت هم دغه ده.

راووزه ! لوی اسلام او د اسلام ستر پیغمبر په تا هم حق لري چې سرتری جار کړی او د ملیاردو زړورو مسلمانانو د سرشندنې په لیکو کې ځای ونسئ.

واکمشر صاب! د هغوی (ص) د سپکاوې مسئله په نړیواله کچه راپورته کړه.

ملګري ملتونه وهڅوه، اړ یی باسه چې د داسې نړیوال قانون پریکړه لاسلیک کړې چې له مخه یی ددین او انبیاؤ (ع) سپکاوی تر ټولو لویه ګناه وبلل سې. او د دستي انفاذ لپاره دی ګړندې ګامونه واخلي.

اسلامي کانفرانس:

داسلامي کانفرانس کړنې تر نن ورځې پورې د امت د هرکلي وړ نه دي ګرزیدلي، د دی لوی امت د استازیتوب حق یی نه دی ادا کړی، د امت ارادو ته یی په ښه سترګه نه دي کتلي، ځانونه یی راښودلي دي. او اسلام او مسلمانه ټولنه یی نه دی تمثیل کړي، دوی یاغرب تمثیلوي، او یا د غرب په حکم اسلام تمثیلوي.

نور بس ده دغرب وفا او زړه سوی به موښه لیدلی وي. هغوی ته موښی موقع ګانې په لاس ورکړی، هغوی دمقدساتو د تباهي لورته ځان نیژدې کوي.

دخدای په لحاظ تاسې خو یو وار یوازې یمن ته وروګوری چې دغرب اوایران ګډې لښکرې(حوثیان) کوم ځای ته رسیدلې ،اوکوم ځای ته رسیدل غواړې. او دڅه لپاره.

نه یی څوک دهشتګرد بولي اونه یی تروریست. په ټول تشویق سره تشویقیږي. او جوړ غوږونه یی دخطر د زنګوړوشرنګی هم اوري.

راووزئ! اودمحمدي امت د وفاسیمې ته راسئ، په خدای (ج) او پیاوړی امت تکیه وکړی .
تاسې وینی چې امت په څه ډول مسته جذبه کې د صلیبي چارلې ایبدو د تقبیح لپاره میدان ته راوتلی او د ایماني غیرت او سرشندي مظاهره کوي.

هغوی په کفنو کې راوتلی دي. او تر مور او پلار ګران محمدرسول الله (ص) سره د وفا ژمنې کوي.

هغوی دهغوی (ص) تر زکندنه پورې بی بیلګې مینې ته دسرونو نذرانې وړاندې کوي.

غرب وارخطا ده. غرب ویني چې دا د زړه له تله راپورته سوې بی پروا او شهادت غواړې جذبه ده.

هغوی په رضا پسې راوتلي دي. او مینې ته په وینې درناوی کوي.

راووزئ! تاسې ډیر پیاوړي یاست. له تاسې سره ددی پیاوړي امت پوره ملاتړ شته.

دا امت تل په سړو جوړ امت ؤ. او نن هم. دا امت متبحر، با وقاره، بااحساسه اوخوږمن علما او د وخت له غوښتنو سره برابر هوښیار، مدبر او ماهر څیړونکې او په هرفن کې وړ او بی شمیره مسلمان کدرونه لري.

دوی په نړیواله کچه هستیوې دي. ځکه چې د اخري کامل دین کالب او مزاج هم نړیوال ده.

علمي ګامونه واخلئ او د غربي فکري تروریزم په وړاندي ځواکمن ځواک رامنځ ته کړی. ترڅو د اړتیا په مهال د فتنو او نورو خباثتونو خولې ورتربتې کړي. او هم د رابلنې هر مهال دنده دهغه درایت په رڼاکې مخ ته بوزي.

رسنۍ:

مسلمانې رسنۍ هم باید دا ومنې چې خپل رسالت یی داسې سرته نه دی رسولی لکه چې حق ؤ، د امت ترجماني یی نه ده کړې، د امت د خبرولو او پوهولو اړین رول یی بیخې لیږ په یاد ورغلی ده، امت یی د غربي کلچر له تروره نه ده ژغورلی، بلکې ډیر ځله خو د هغوی د ناروا او غیرت وژونکو دودونو په راوړلو او دودولو کې د غربي فاسدو رسنیو دنده دوی سرته رسولې ده، د امت غوښتنو ته یی د وړ ځواب هڅې نه دی کړې، خپل تشخص یی نه ده لرلی.

اوپه دې لوبیغورې کې خو رسنۍ ډیرې ملامتې دي چې د امن د دین د امن پیغام یی نړیوال کفر ته نه دی رسولی، چې هغوی یی په اړه تشویش لري.

او د انسان لپاره د خدای د دین انسان غواړي درسونوته یی دهغوی پام نه ده رااړولی.

او په پای کې به دا ووایم چې رسنیو بی مسئولیته وخت تیرکړی ده.

زما په آند که مسلمان خپله ذمه وارې دذمه واریو اهمیت ته په درناوي کې له غاړې واړوي دغه شته ناهیلې، هیلې به خامخا په هیلو بدلې او انسان به د صلیب دظلم له میچنې ژوندی راووزي. او د امن سا به واخلي.

موږ الحمدلله دکامل دین په رحم او کرم کې اوسو، نو وړ ده چې ټول کړه موتر هغه قاعده لاندې وي. او حتی د احساساتو د څرګندولو په مهال کې هم.

له موږسره نړیوال پیغام ده هغه به مو په یادوي، احتیاط زموږ وسله ده راسره لرو به یی.

د رابلونکو د سهنې پیمانې به نه وراړؤ، د هغوی د فطرت په دفتر کې آرمان ته به درناوی کؤ. او چې ځان ته یی خوښه ؤ هغوی ته به یی هم ورخوښؤ.

او په دوی کې داسې کسان هم شته چې د یو عادل نظام تصور یی د فکر سیمه ده، پسې ستړي دي، انصاف لټوي. او د اسلامي قوانینو له عظمت او صداقته ګټه اخلي. چې زه یی دلته د یو څو نومونو لنډه یادونه کوم :

په دی نیژدی شپو ورځو کې دانګلستان د(آرچ بشپ آف کنټربري) هغه وړاندیز چې رسنیو خپورکړ.

هغه لیکلې ؤچې: د ادیانو او اقوامو په منځ کې د اړیکو جوړولو او ښه کولو لپاره په کار ده چې پخپله ټولنه کې یوڅه اسلامي قوانین جاري کړو.

چې دغه پخپله د اسلام د نړیوال کیدو د صلاحیت بهترین ثبوت ده.

(جان ویلم ډرپر) ویلي دي چې: د قسطنطین له مرګه وروسته په (۵۶۹)م کال د عربو په مکه کې هغه انسان سترګې وغړولې چې له ټولو انسانانو ډیر یی په انساني ټولنه اغیز پروت. او هغه محمد (ص) دی.

(جورج برنارد شاه) وایی: ما هغه یانې محمد مطالعه کړ، هو هم هغه زړه راښکونکی انسان زما په آند خو د عیسی(ع) په ځای باید هم ده ته دانسان د ناجي لقب ورکړل سې.

(راماراکرشناراو) د هندوستان دمیسور د ښار د نجونو د ارټس کالج د فلسفې د څانګې مشر پروفیسر د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد(ص) په باره کې وایی: د الله دغه رسول په ټولنه کې په دومره ستره کچه بدلون راوست چې د عربو عزتمندو او درنو کورنیو بیا حبشي غلام بلال (ض) ته دلوڼو د ورکړې وړاندیزونه کول.

(دیکارت)وایی: د بلونکې، مفکر، منتظم، مشر او قائد ټولې ځانګړنې په یوه شخص کې په یوه وخت کې راغونډیدل شاذ یانې نادر پیښیږي. او همدغه اصل سترتوب او عظمت ده،خو نړۍ د حضرت محمد(ص) په وجود کې د غوښې او پوستکې د انسان په بڼه کې دا ټولې ځانګړتیاوې کتلې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x