د نن سرلیکنه

د یوه «اسلامي هېواد» پارلمان کې ښځينه او نارینه استازي! /سرلیکنه

نن ټکی اسیا: سرلیکنه: د ولسي جرګې رييس د تل په څېر په ژوولې ژبه د لانجمن او په مختلفو ډلو، نظریاتو او حتا افکارو وېشلې او پاشلې ولسي جرګې یوه بله لانجمنه غونډه مدیریت کوله. نن ولسي جرګې ته دوه نوماند وزیران او یو یې هم د افغانستان بانک رييس د خپلو تګلارو د بیانولو په موخه راغلي وو. له هغې وروسته چې د اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د ګډ حکومت کابینه اعلان شوه، ولسي جرګې ته تر رسېدو پورې يې څلور وزیران بدل شول. له ۱۱۰ورځو وروسته تشکیل شوې کابینې په اړه ګومانونه داسې وو چې ښايي د ګډ حکومت دواړه مشران به په خپلو څوکیو داسې کسان وټاکي چې د تخصص له اړخه خو به یې په اړه سوال نه پیدا کېږي. تعهد خو په دوی کې هم نه شته نو له کابینې به یې څنګه توقع وکړو.
ولسي جرګې یوه پرېکړه وکړه چې دوه تابعیته وزیران به دې ته هم نه پرېښودل کېږي چې ولسي جرګې کې خپل پروګرام بیان کړي. مګر د افغانستان د ولسي جرګې پر هېڅ پرېکړې څوک باور نه شي کولای. ځکه په دې جرګه کې هر څه متحول دي. د هر څه د بدلون او حتی متضادو پرېکړو امکان ډېر نه شي رد کېدای. یو مهال همدې ولسي جرګې بسم الله محمدي د کورنیو چارو وزارت لپاره سلب اعتماد کړ. مګر بیا یې دفاع وزارت لپاره ورته د «باور» رایه ورکړه!

افغانستان دغسې یوه ولسي جرګه لري چې هلته د هېڅ پرېکړې په اړه مخکې له مخکې پرېکړه نه شي کېدای. داسې کوم شناند هم نه شته چې د جرګې د کومې پرېکړې په اړه احتمالي نظر هم ورکړای شي.
د دوه ګونو تابعیتونو مسئله هم همداسې ده. اوس په پارلمان کې د هیلۍ ارشاد او شکریې بارکزۍ په مشرۍ د استازو لاسلیکونه راغونډېږي چې هغه پرېکړه بېرته رد کړي چې ګواکې د دوه ګونو تابعیت لرونکي نه شي کولای وزیران شي. په دوه ګونو تابعیتونو کې یو ټکی مشترک دی چې ټول یې د غربي هېوادونو تابعیتونه لري او په غربي تابعیتونو کې بیا د امریکا او انګلستان تابعیتونه د نورو په نسبت ډېر دي. د روسي اشغال پر مهال بیا د افغانستان د وزیرانو یا مېرمنې روسۍ وې او یا به یې په روسیه کې کلونه تېر کړي وو.
نن د همدې پرېکړې پر سر د ولسي جرګې د دوو ښځينه استازو ترمنځ خبره سوک څپېړې ته ډېره نژدې شوه. شکېبا هاشمي او لیلما حکیمي د ولسي جرګې دوه استازې دي. متاسفانه پر افغانستان د امریکايي اشغال له امله او د ولسي جرګې په ټاکنو کې د «مثبت تبعیض» په خاطر داسې ښځې د ولسي جرګې وکیلانې شوې او اوس ځانونه د ولس استازې ګڼي چې د دوی د موکلینو یې ښايي نومونه هم نه وي زده.

په پرونۍ غونډه کې د همدغو دوو مېرمنو لانجه بیا د ولسي جرګې نارینه استازو خلاصوله. د لانجې خلاصون نو داسې و چې د هر افغان غوني ورته زيږي شي. دواړه استازې د نارینه وکیلانو له خوا راښکل کېدې چې د هېڅ افغان مسلمان په تحمل او زغم پوره نه و. دا حالت ځکه ډير ځوروونکی و چې د افغانستان په څېر د یوه اسلامي هېواد په ولسي جرګه کې د حیا، عفت، پت او عزت دا حال وي نو په ځانګړو مجالسو کې به د حیا پولې څومره په پام کې نیول کېږي. کله چې د ولس «استازي» دغسې اخلاق او شرف لري، نو له نورو به څه توقع کېږي!

غرب په افغانستان کې په خپل څوارلس کلن شتون کې هڅه کوي داسې یو فرهنګ زموږ ټولنه کې دود کړي چې هېڅ اخلاقي پوله او سرحد ونه پېژني. کله چې د یوه اسلام ته منسوب هېواد د ولسي جرګې ښځينه استازې د نارینه وو په لاسونو راښکل کېږي او دا یوه عادي مسئله ګڼل کېږي نو د عادي افغانانو پر اخلاقو به څومره ناوړه اغېز ولري!

کله چې د دې پرېوتي پارلمان اخلاق او حیا او عفت انسان ګوري نو یوازې همدا هم کولای شي چې د دغو ښاغلو حیثیت او ولسي ملاتړ وارزوي. د دوی دا خرمونونه په افغاني اصیلې او اسلامي ټولنې کې د تصور وړ نه دي. دا پخپله ښيي چې دا خلک پر افغان ولس تپل شوي دي او دوی له ولس څخه پرې دي. ولس دوی خپل استازي نه ګڼي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

ټول لاس وهونکي وکیلان او لاسبویه وکیلانې د میړني افغال وولس پر تندي باندې یو تپل شوی غټ عار ده

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x