افغانستان

کندهار: په جلا جلا پيښو کې ۸ تنه پولیس ټپیان شوي

afghanistan-ghazni-bomb-explosion-2011-4-18-10-20-0كندهار كې پر يوې امنيتي پوستې وسله وال بريد تېر ماسخوتن  شاوخوا اته نيمې بجې د کندهار ښار جنوب ته په يخ کارېز سيمې كې پر يوې امنيتي پوستې لومړى راکټي بريد وشو او وروسته د پولسيو او وسله والو طالبانو تر منځ  جګړه ونښته.

د کندهار د امنيت امر شېرشاه يوسفزي يواځې پېښې پخلى كړى، خو نور جزيات يې ورنه کړل.

بلخوا بيا د ميرويس  روغتون مسولين وايي، چې تر دامهاله دوى ته يواځې څلور تنه ټپي پوليس وروړل شوي دي.

د يوه بل خبر له مخې پرون ماښام د روژه ماتي پر مهال د کندهار ښار د نهمي ناحيې اړوند په لويه وياله سيمه کې د پوليسو پر رېنجر موټر چاودنه شوې او په ترڅ کې يې څلور پوليس ټپيان شوي دي.

د کندهار د امنيت امر سمونوال شېرشاه يوسفزي د پېښې د پخلي ترڅنګ رسنيو ته وويل، چې چاودنه په يوه لښتي كې د ځاى پرځاى شويو چاودېدونکي توکو پرمټ رامنځته شوې ده.

اسدالله زړه سواند:كندهار

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x