
غزل
شاعر: محمد علی عمری
نفرت نفرت اوري سوغات ورته قیمت نه لري
ستا د سورکو شونډانو شات ورته قیمت نه لري
چی کرکه کرکه زېږوی دا خو هغه کلی دی
د سولې سولې انعامات ورته قیمت نه لري
چی د دوستۍ د مینې تار تاو کړي پر ناوې او زوم
د نبوي مهر عادات ورته قیمت نه لري
سپیڅلي خلک زړه کې ساتي د اخلاص خزانه
د دنیاګۍ زر زېورات ورته قیمت نه لري
د جنګ لیوان یې په رمو باندې ګډ شوي ځکه
د خدای ښکاره امر زکات ورته قیمت نه لري
«عمري» ستا د خاورو کورله درځي کله اوس څوک
په غریبی کښې رسومات ورته قیمت نه لري
په درناوی
محمدعلی عمری
سهیلی پښتونخوا مسلم باغ