افغانستان

طالبان: هلمند کې مو ۲ پوستې نیولي دي

نن ټکی اسيا (يکشبنه، سلواغې ۵مه، ۱۳۹۳ل): طالبان وايي چې د هلمند په نوزاد ولسوالۍ کې يې تر پراخ وسلوال برید وروسته له افغان ځواکونو څخه دوه پوستې نیولي دي.

دا پوستې چې د یادې ولسوالۍ د انګرک او ګرمي کاریز په سیمو کې پرتې دي، د طالبانو په وینا، تېره شپه یې د سپکو او درنو وسلو په مټ تر برید لاندې ونیولې او تر یو ساعت جګړې وروسته یې په بشپړه توګه تر خپل واک لاندې راوستې.

طالبان وايي چې په یادو پوستو کې میشت ۲۱ تنه پولیس، یو کماز موټر او یوه شوبله یې په بشپړه توګه له مینځه وړي او ګڼ نور پوځي مهمات ګوتو ته ورغلي دي.

د نیول شوو مهماتو په اړه د طالبانو په خپرې شوې اعلامیې کې راغلي:

«یوه شوبله، ۳ ثقیلان، ۱۷ کلاشنکوفونه، یوراکټ، یوچریکي هاوان، یوه غټه مخابره، یوکمپیوټر، ۱۴ زغري، ‍ یوه کوچنۍ مخابره، ۱ کرینکوف، یو د شپې دوربین، یو عدد د ورځي دوربین، ۳ د ثقیل میلان، د چریکي هاوان ۶۱ مرمۍ، ۹۰۰۰ د کلاشنکوف مرمۍ، ۲۰۰۰ د دهشکې مرمۍ، ۲۶۰۰ د ثقیل مرمۍ، ۳۶ پیره د راکټ مرمۍ، ۶۰۰۰۰ زره پاکستانۍ روپۍ او ګڼ شمېر نور مهمات مجاهدینو غنیمت کړل».

طالبانو ویلي چې په برید کې یې یو ملګري وژل شوی او ۸ تنه ټپیان دي.

افغان چارواکو په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x