افغانستان

د فراه پخواني والي هم د ولسمشر فرمانونه نه منل

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۵مه ۱۳۹۳ل): د فراه پخواني والي هم د نورو والیانو او چارواکو په څېر د ولسمشر فرمانونه له نظره غورځول او نه یې منل.

پژواک خبري اژانس د راپور په اساس د روان کال د غبرګولي په میاشت کې خداداد د ولسمشر د فرمان په اساس د خاکسفید ولسوالۍ سرپرست وټاکل شو، خو د فراه ولایت پخواني والي د ولسمشر د فرمان سربېره نوموړی نه دی پريښې چې د ولسوال په توګه په دغه ولایت کې دنده ترسره کړي.

د راپور له مخې خداداد ته یواځې ۴۷۰۰ افغانۍ معاش ورکول کيدلو او پاتې د ولسوالۍ د بست ۴۰زره افغانۍ معاش پخواني ولسوال عبدالخالق چې ولسمشر له دندې ګوښه کړی خو والي لا هم پر دندې پريښی و، ورکول کیدې.

خداداد پژواک ته ویلي چې شاوخوا ۷ میاشتې وړاندې د پخواني ولسمشر حامد کرزي او د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې په حکم د خاکسفید د سرپرست ولسوال په توګه وټاکل شو، خو تر دې دمه نه دی توانیدلی چې خپل څوکۍ اشغال کړي.

نوموړي زیاته کړې چې «کله چې د ولسوال په توګه منظور شوم، د فراه والي محمد عمر شیرزاد ته مې مراجعه وکړه چې په دې اړه قانوني اجرآت وکړي، خو هغه ورته وویل چې ولې یې په دې اړه له ده سره مشوره نه ده کړې او له همدې امله يې ده ته اجازه ورنکړه چې قانوني وظیفه په مخ ویسم».

د خداداد د منظورۍ حکم د (۱۹۳۲ په ۱۳۹۸) شمیرې مکتوب د غبرګولي په ۵مه ۱۳۹۳ کال د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې فراه ولایت ته ورکړی. په دغه مکتوب کې لیکل شوي چې خداداد د خاکسفید ولسوالۍ کې په دوهم بست د ولسوالۍ د سرپرست په توګه د ولسمشر لخوا منظور شوی دی.

خداداد زیاته کړې چې ده په دې اړه د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته یو ځل بیا مراجعه وکړه او هغوی یو بل تاکیدي مکتوب فراه ولایت ته ولیږلو خو والي له منلو انکار وکړ. «ما له دې امله چې والي زورو سړی و او ما ورسره د مقابلې وس نه درلود، له نورو اقداماتو تېر شوم».

د فراه ولایت د بشري منابعو رییس محمد یونس د خداداد خبرو د تایید سره ویلي چې دوی هغه مهال چې د سیمه ییزو ارګانونو مکتوبونو ورته راتلل، موضوع له والي سره شریکه کړې خو والي په دې دلیل چې ولسوال عبدالخالق د طالبانو سره جګړې کړي، دښمني لري او که له دندې لرې شي، طالبان يې له منځه وړي د ولسمشر فرمانونه نه منل.

یمین وویل چې خداداد ته د خاکسفید ولسوالۍ د دوه بست ۴۷۰۰ افغانۍ معاش ورکول کېدلو او پاتې ۴۰زره افغانۍ عبدالخالق ته په داسې حال کې ورکول کېدلې چې رسمي ولسوال خداداد و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x