د افغانستان په سوېل کې ۶ تنه بهرني عسکر ووژل شول
نن ټکی آسیا: د بهرنیو ځواکونو رسنیز دفتر دیوې خبرپاڼي په خپرولو سره اعلان کړی چي نن ۱۱-۸-۲۰۱۱ د پنجشنې په ورځ د افغانستان په سویل کې د چاودني له کبله ددوی ۵ تنه عسکر ووژل شول.
په خبرپاڼه کې نور هیڅ تفصیل نه دی ورکړه شوی.
ددې تر مخه په یوه بله خبرپاڼه کي ویلي وه چي د تیره ورځ د افغانستان په سویل کې د ماین چاودني له کبله
د بهرنیو ځواکونو یو سرتیری ووژل شو.
ایساف خبل د پالیسۍ له مخي نه غواړي چي د وژل شویو عسکرو هویت څرګند کړی.
باید وویل شي چي بهرنیو ځواکونو په روانه میلادي میاشت اګست کې خپل د ۵۳ عسکرو وژل ومنل.. چي ۳۱ يې یوازي په یوه الوتکه کې چي د وردګ ولایت په سید اباد ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا را نسکوره کړه شوې وه، ووژل شول.