افغانستان

ولسي جرګه د درې نوماندو وزيرانو د دوهم تابعيت د پرېښودو موضوع څېړي

نن ټکی اسيا (يکشبنه، سلواغې ۵مه، ۱۳۹۳ل): د ولسي جرګې غړي وايي، چې د درې نوماندو وزيرانو د دوهم تابعيت د پرېښودو په اړه څېړنه کوي.

ولسي جرګه کې د بهرنيو اړيکو د کميسيون غړی عبد القادر ځاځی وايي، چې د ګډ حکومت د کابينې درې نوماندو وزيرانو صلاح الدين رباني، نور الحق علومي او سادات نادري خپل دوهم تابعيتونه پرېښي دي.

ولسي جرګې وړمه ورځ د ګډ حکومت د کابينې اووه نوماند وزيران د دوهم تابعيت له امله رد کړل.

د کورنيو چارو وزارت نوماند نور الحق علومي دوهم تابعيت هالنډ، د بهرنيو چارو وزارت نوماند صلاح الدين رباني او د کار او ټولنيزو چارو وزارت نوماند سادات نادري دوهم تابعيت د برتانيې دی او د ولسي جرګې د بهرنيو اړيکو مسؤول عبدالقادر ځاځی وايي، چې دغو درېواړو نوماندانو خپل دوهم تابعيت پرېښی دی.

بهرنيو چارو وزات هم تېره ورځ اعلان وکړ، چې د يادو درې واړو نوماندانو د دوهم تابعيت د پرېښودو اسناد يې د پارلماني چارو وزارت ته سپارلي دي.

ولسي جرګې پرېکړه کړې، چې د اساسي قانون د ۷۲مه مادې له مخې بايد د کابينې نوماندان يوازې د افغانستان تابعيت ولري او که دوهم تابعيت ولري، نو ولسي جرګه حق لري، چې رد يې کړي.

عبد القادر ځاځي وويل، چې د ولسي جرګې د اسنادو د څېړلو کميسيون به د دغو نوماندانو د دوهم تابعيت د پرېښودو موضوع څېړي او که دا ثابته شوه، چې ياد نوماندان لا هم دوهم تابعيت لري، نو د باور رايه به نه ورکوي.

د ولسي جرګې لومړي مرستيال صديق احمد عثماني ولسي جرګې ته وويل، چې د ولسي جرګې غړو د نوماندو وزيرانو د اسنادو او تابعيتونو څېړنه پيل کړې او تر اوسه دوی ته د اوو نوماندو وزيرانو په اړه ثابته شوې، چې دوه تابعيته لري.

ځينې نور وکيلان وايي، چې دوه تابعيته نوماند وزيران اووه، نه بلکې له ديارلسو هم زيات دي.

د ګډ حکومت مشر اشرف غني وياند نظيف الله سالارزي تېره ورځ بي بي سي سره په خپلو خبرو کې وويل، که نوماند وزيران له خپل دوهم تابعيته تېر نه شي، نو ولسمشر به ډېر ژر نوي نوماندان ولسي جرګې ته معرفي کړي.

يو شمېر باوري سرچينې وايي، چې د ولسي جرګې ښځينه وکيلانو شکريه بارکزۍ او ارشاد هيلي په ګډون ګڼ نور وکيلان د ولسي جرګې غړي هڅوي، چې دوه تابعيت لرونکو نوماندو وزيرانو ته رايه ورکړي.

شکريه بارکزۍ وايي، چې دوه تابعيته نوماندان کولای شي، چې له ولسي جرګې د باور رايه تر لاسه کړي او په دې اړه يې د وکيلانو انکار له قانونه سرغړاوی وباله.
د پېښو څارونکي وايي، چې د ګډ حکومت مشرانو يوازې د ماستري او دکتورا لرونکي کسان وزيران نومولي او د هغوی ديني، ملي او اخلاق يې په نظر کې نه دي نیولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
lممتاز خان

زما په اند جه د دوهم تابعت مسله سیړنه ښه خبره دا خو دا دحکومت جوړولو کی مشکلا ایجادوی- دغه دوه تابعته وزیران له خپلو تابعت نه به تیر شی خو دووی فامیلونو (اولادونه او میرمنی) ټول د دوهم تابعت لرونکی دی او دغه نامزاد وزیرانو ته دا ډیر ساده او اسان کار دی چه هر وغواړی خیل دوهم تابعت بیرته واخلی نو بیا ولی د حکومت به جوړولو کی خنډ واچوو- بله خبره داده چه د یو وزیر ټاکل کیدل لپاره باید سو معیارونه په نظر کی و نیول شی -۱(وزیر باید چه وطن ته وفادار وی-۲( وزیر باید… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x