سویلي افریقا له پرلپسې بریا وروسته ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۵مه ۱۳۹۳ل): نن د سویلي افریقا و ویسټ انډیز لوبډلو تر منځ د پنځه یو ورځنیو لوبو څلورمه لوبه وه. دې لوبه کې ویسټ انډیز د سویلي افریقا لوبډلې ته په یوه ویکټه ماتې ورکړه.

د لوبې پچه د ویسټ انډیز لوبډل مشر وګټله او ډګر ساتنې پریکړه يي وکړه. سویلي افریقا ټاکل شوی پنځوس اورونو کې خپل ۸ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۶۲ منډې جوړې کړې.

نننۍ لوبه کې سویلي افریقا لپاره ډومیني په ۶۸ توپونو ۴۳ منډې جوړې کړې او مېلر په ۱۳۳ توپونو ۱۳۰ منډو جوړولو سره ناسوځیدلی پاتې شو.

د ویسټ انډیز لپاره هولډر ۴ او کوټرېل دوه ویکټې اخیستلو سره غوره توپ اچووونکي ثابت شول. هولډر خپل ۱۰ اورونو کې ۵۳ او کوټرېل خپل ۶ اورونو کې ۳۹ منډې ورکړې.

د ویسټ انډیز لوبډلې ټاکل شوی هدف د لوبې په ۴۸.۳ اورونو کې ۹ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره پوره کړه. د ویسټ انډیز لوبډلې لپاره سمیولز په ۹۳ توپونو ۶۸ او سامي په ۵۲ توپونو ۵۱ منډې جوړې کړې. نننۍ لوبه کې رسل په ۴۰ توپونو ۶۴ منډو جوړولو سره ناسوځیدلی پاتې شو.

د سویلي افریقا لوبډلې لپاره ډومیني او بهارډين دوه دوه ویکټې اخیستلو سره غوره توپ اچونه وکړه. ډومیني خپل ۶ اورونو کې ۲۹ او بهارډین خپل ۴ اورونو کې ۲۱ منډې ورکړې.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د