افغانستان

هغه طالب ژوندی دی، چي ۳۱ امریکایان يې وژلي وه – ذبیح الله مجاهد

tawabeetنن ټکی آسیا: تیره ورځ د ایساف ځواکونو ادعا وکړه چي هغه طالب يې وواژه، چي د اګست پر نهمه نیټه يې بهرنیو ځواکونو یوه الوتکه په ډزو ویشتلې وه، او لاندي را غورځولې وه، چي په کښي یوازي امریکایان ۳۱ وژل شوي وه.

خو نن طالبانو د بهرنیو ځواکونو دغه ادعا په کلکه سره رد کړه، او د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د رسینو سره په تماس کي وویل چي هغه ژوندی دی، او په یوه بل ولایت کې خپل په جهادي چارو بوخت دی.

د یادوني وړ ده چي د ایساف ځواکونو ادعا کړې وه چي نومړي طالب يې د وردګ ولایت د چک په ولسوالۍ کي وژلی خو د طالبانو ویاند د ایساف له خوا اعلان شوې پيښه تایید کړې، او زیاته کړې چي هلته رشتیا هم ۴ تنه طالبانو د ایساف سره په جګړه کي خپل ژوند له لاسه ورکړی وو، خو هغه طالب نه وو په کښي کي، چي ۳۱ امریکایان يې وژلي وه.

باید وویل شي چي د طالبانو رسمي پاڼي الاماره د نومړي طالب چي ایوبي يې نومولی مرکه هم کړي، چي هلته نشر شوي، په یاده مرکه کې ایوبي د هغي شپي او کارنامې تفصیل بیانوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x