ټولنیزه برخه

د پیدايښت حقیقت ـ د ډاروين د نظريې رد ـ اتمه برخه

ژباړه: دادمحمد ناوک

مثلاً د مخلوقاتو په منځ کې انسانان په احسن تقويم، یعنې په ښه ډول پیدایښت سره پیدا شوي دي، عقل، شعور او اراده ورکړل شوې او نړۍ په راتګ سره زده کول، ایمان راوړل او په عبادت کې پرمختګ زده کولای شي، پرهمدې اساس د هر انسان جینونه  د دې وړتیا لري چې پورته موخې تر سره کړای شي. پر دې سربېره لکه پورته چې مو وويل هر جنین داسې ځانګړنې لري چې له بل سره يې پرې توپیر کېږي، د همدې ځانګړنو علت «ډې ان اې» د ژوندیو موجوداتو په کروموزونو کې موجود دي. خو په دې سربېره د فقاريه حیواناتو د جنيونو په لومړيو پنځو مرحلو کې پورته ځانګړنې ليدل کېږي، ځکه خو داسې فکر کېږي چې دوی ټول یو ډول دي. پر دې سربېره که ومنو چې د فقاريه حيواناتو لکه د الوتونکو، ماهیانو او انسانانو جینونه سره یو ډول دي، نو هغه بدلونونه چې په دې مرحله کې ترسره کېږي، پوهان او د بشپړتیا لارویان يې څنګه تشریح کوي؟ په احادیثو کې راځي چې په دې مرحله کې په انسان کې روح پيدا کېږي او پر تندي يې د تقدير کرښې ښکاري، ماټریالیستان  او د بشپړتیا پلویان چې په روح او قدر باور نه لري، نو دوی دا او دا چې په دې مرحله کې د انسانانو ترمنځ بېلتون پیدا کېږي او هر فرد د خپل شخصیت په لوري وده کوي څنګه توضیح کوي؟ دا بدلونونه چې د انسان له روح او تقدیر سرچینه اخلي او هغه ته رښتونی شخصیت ور بښي، چې بشپړ په معنویاتو پورې تړلي دي، دا بسنه نه کوي چې علم او د بشپړتیا پلويان پخپل فکر بیا کتنه وکړي؟ د دوی پر دعوو سربېره موږ فکر کوو چې د ژونديو موجوداتو په هر ډول اود انسانانو په هر فرد کې خپله روح او خپل تقدیر نغښتی، چې له یو بل سره يې بيلوي.

په پنځمه مرحله کې د انسان جنين په ظاهري شکل د انسان کېدو په وړاندې حرکت کوي، دا هغه مرحله ده چې د احسن تقويم راز پکې له ورايه ښکاري. الله جل جلاله د انسان د پیدايښت اړوند، په تېره بيا د وروستۍ مرحلې په اړه چې د خلقت تر ټولو غوره نمونه او د خلاقيت ستره او تر ټولوه ښه رتبه ده داسې فرمايي: « نو وګوره چې الله جل جلاله تر ټولو بشپړه او تر ټولو ښه پید اکوونکی دی.» په لنډو ډول څنګه چې د خالق «پیدا کوونکي» نوم په انسان کې د اسم اعظم په توګه تجلی کړې، نو انسان هغه مستثنا موجود دی چې په اسم اعظم سمبال دی او د احسن تقويم ښکاره نمونه ده.

په پایله کې د ژوندیو فقاریه موجوداتو او د انسانو د جنینو ترمنځ په لومړۍ مرحله کې ټول ورته والي یواځې ظاهري اړخ لري چې هيڅکله هم د بشپړتیا د فرضيې لپاره دليل نشي کېدلای.

د شلمې پېړۍ نوموتی فزيکپوه سیر جیمس جینس چې دويم انشټاین هم يادېږي، پخپل « زموږ د چاپیریال له رازونو ډک کاینات» کتاب کې ليکي: «انسان چې په هره برخه ـ رشته ـ کې بوخت وي، پکې ډوبېږي.»  یعنې انسان چې په هره برخه کې ډېر مصروف په هماغه برخه ، مسلک یا هم رشته کې له ځانه تېرېږي. له هغه وروسته د هماغه مصروفیت، مسلک، برخې یا پوهې په غوږو اوري، په سترګو يې ويني، د هماغه مسلک له مخې غږېږي او د پخپله سینه کې يې د هیجاناتو څپي احساسوي. سیرجیمس په دې اړه یو مثال راوړي، وايي یو موسيقي غږوونکی چې د پیانو په پنځمه او اتمه تکمه کې کوم غږ اوري، نو هغه چې کله په کومه زینه کې ښکته پورته کېږي هم داسې انګېري چې په پنځمه او اتمه زینه کې به هغه د پیانو غږ واورم. « یعني هماغه فکر ورسره وي او په ذهن کې يې خپل مسلک ور ګرځي، ان خپل قدمونه هم د پیانو د غږونو په تمه ږدي. ژ»

هغوی چې په هندسه کې مصروف و، داسې فکر يې کاوه چې ښايي په نورو ستورو کې هم داسې موجودات وي، لکه انسانان چې د هندسې په اړه به فکر کوي، نو دوی په ستورو کې د خپلو هم مسلکو د پوهاوي او په ځمکه کې د دوی د اثبات لپاره، د افریقا او عربي جزيرې په دښتو کې لوی ـ لوی مثلثونه او مربع ګانې جوړې کړي او په منځ کې يې اورونه ور بل کړل، چې پرېمانه رڼا يې جوړه کړه. دوی په هندسه کې ډوب وو. « یعنې دوی غوښتل په دې توګه په ستورو کې خپلو هم مسلکو ته د اور د رڼا په زور ور وښيي چې دلته يې هم مسلکه شته. ژ»  هغوی چې په ریاضي کې ژور تللي دعوه کوي چې کاينات په ریاضيکي اندازه پیدا شوي، دوی په ریاضي کې ډوب دي. ډاروين هم پخپل ژوند کې تل له حيواناتو د هغوی له فوسیلونو سره پاتې شوی او له خپلې ساحې د باندې نه شوای وتلای، ځکه خو يې پيدايښت، موجوداتو او هر څه ته له خپلې کړکۍ کتل او د خپلې نظريې لپاره يې داسې تحلیلونه وړاندې کړي چې عقل، منطق او علم يې ورسره هیڅ نه مني. هغوی چې د ډاروين فرضيه یوه علمي لاره ګڼي او لا يې هم د اثبات هڅې کوي هم د جیمس د مثال د تطبیق وړ دي. جیمس جینس په یوه برخه کې د تخصص خطراتو ته د پام ور اړولو اړوند ګټورې خبرې کړي.

پاتې شته…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x