افغانستان

د هرات ولايتي شورا رييس يو جنايي افسر ډبولی

نن ټکی اسيا (دوشبنه، سلواغې ۶مه، ۱۳۹۳ل): هرات ولايت څخه تر لاسه شوي راپورونه وايي، چې د ولايتي شورا رييس کامران عليزي د جنايي رياست يو افسر د فساد او رشوت په تور ډبولی دی.

د هرات ولايتي شورا غړي وايي، چې د اسلام کلا پر لويه لار د جنايي رياست يو افسر له يو بار وړونکي موټر څخه درې سوه ډالر اخيستي او يو نيم ساعت يې بندي کړی و.

ښاغلي عليزي هرات کې يوې خبرې ناستې ته وويل، چې ډبول شوي جنايي افسر له يو موټر چلوونکی درې سوه ډالر په زور اخيستي و او له هغې وروسته د ده ساتونکو نوموړی جنايي افسر وډباو.

د هرات ولايتي شورا رييس وايي، چې ډبول شوی جنايي افسر له ډېره وخته موټر چلوونکي او نور خلک ځوروي او له دولتي وسلې او يونيفورم استفاده کوي او خلکو په دې اړه څو څو ځل شکايتونه کړي دي.

د هرات جنايي رياست د ښاغلي عليزي له خوا د جنايي افسر ډبول له قانونه سرغړونه بللې ده.

د هرات جنايي رياست مرستيال ظاهر خان وايي، ښاغلي عليزي بايد د جنايي افسر د رشوت او فساد په اړه له قانوني لارو کار اخيستی وای او د نوموړي دا کړنه يې له قانونه خلاف بللې ده.

ښاغلي عليزي وويل، چې ده دا ګام په بشري او انساني اساس اخيستی او پر ولسي وګړو يې زړه بديږي او دا کار يې خپل حق بللی دی.

ويل کيږي، چې ډبول شوی افسر په زخمي حالت کې رغتون ته لېږدول شوی دی.

د هرات ولايت د مرکزي روغتون ډاکټرانو منلې، چې ډبول شوی جنايي افسر په زحمي حالت کې دوی ته وروړل شوی و او له درملنې وروسته يې ملي امنيت ته سپارلی دی.

دا لومړی ځل نه دی، چې پوليس او نور امنيتي چارواکي د لارو پر سر موټر چلوونکي او نور ولسي وګړي ځوروي، په زور ترې پيسې اخلي او سپکې سپورې ورته وايي، بلکې د هېواد پر لويو لارو او حتا ښارونو کې له خلکو په زوره پيسې اخلي او د نه ورکولو په صورت کې ورته ستونزې پيدا کوي.

باوري سرچينې وايي، چې د امنيتي حوزو په ګډون وړې پوستې، حتا څلور لارې د لوړپوړو چارواکو له لوري په ټيکه ورکول کيږي او ګمارل شوي خلک بيا اړ دي، چې قرارداد شوې پيسې خپلو لوړپوړو افسرانو ته پوره کړي او د دې لپاره له خلکو په زور او چل پيسې وباسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x