افغانستان

کندهار: بهرنیو ځواکونو د ملي پولیس څلور سرتیري ووژل او دوه يې نور ټپیان کړه

afghan_police_smoking_cigaretteنن ټکی آسیا: د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې تیره شپه بهرنیانو ۴ تنه پولیس مړه او دوه نور ټپيان کړه.

د کورنیو چارو وزارت څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کي راغلي چي پرون ماښام د ارغنداب د جیلاور په سیمه کې بهرنیو ځواکونو په تیروتني د ملي پولیسو پر پوسته برید وکړ، او په هغه کې څلور تنه پولیس مړه او ۲ نور ټپیان کړه.

د خبرپاڼي پر اساس ویل شوي چي د پولیسو وسلې هم بهرنیانو له ځانه سره وړي،

او داچي ددې پيښي د اصلي لامل موندلو لپاره یو تحقیقاتي هیئت ټاکل شوی دی، او د هغو د څیړنو پایلي به ډیر ژر اعلان شي.

ددې خبرپاڼي تر مخه د کندهار سرپرست امنیه قوماندان عبد الرازق رسنیو ته ویلي وه، چي تیر ماښام د روژه مات پروخت د ملي پولیسو او بهرنیانو تر منځ پر یو خبره لفظي شخړه را منځته سوله، چي په وسلواله جګړه واوښته، او په کښي ۲ تنه پولیس مړه او څلور نور ټپیان شول.

تر اوسه دا نه ده مالومه شوې چي په بهرنیانو کې هم کومه مرګ ژوبله را منځته سوی که یا، خو د ایساف مطبوعاتي دفتر ویلي چي ددې پيښي په اړه يې تحقیقات پیل کړي دي، او چي ټول تحقیقات پوره سی، د رسنیو سره به یې شریک کړي.

اسد الله زړه سواند- کندهار

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x