نړۍ

مصر: امنيتي ځواکونو له شلو زيات مظاهره چيان وژلي

نن ټکی اسيا (دوشبنه، سلواغې ۶مه، ۱۳۹۳ل): مصر کې د کودتا ضد مظاهرو کې امنيتي ځواکونو له شلو زيات سوله ييز مظاهره چيان وژلي او لسګونو نور يې ټپيان کړي دي.

راپورونه وايي، چې تېره ورځ ناوخته د مصر پلازمېنه قاهره او نورو ښارونو کې د پوځي کودتا پر ضد راوتي مظاهره چيانو باندې امنيتي ځواکونو ډزې وکړې، له شلو زيات سوله ييز مظاهره چيان يې ووژل او لسګونو نور يې ټپيان کړل.

مظاهره چيانو سره په اخ و ډب کې يو پوليس هم وژل شوی او دوه نور پوليس الجيزه ولايت کې پر يوه پوسته د بريد په ترڅ کې وژل شوي دي.

د مصر کورنيو چارو وزارت ويلي، چې شاوخوا يو نيم سل مظاهره چيان يې نيولي، چې د پوځي کودتا پر ضد يې مظاهرې کولې.

مصري سرچينې وايي، چې امنيتي ځواکونو له شپږ سوو زيات سوله ييز مظاهره چيان نيولي دي.

عربي رسنۍ وايي، چې تېره ورځ د پلازمېنې قاهرې په ګډون د مصر په لويو او کوچنيو ښارونو کې شاوخوا دوه سوه مظاهرې راوتې وې، چې پر ګڼو يې امنيتي ځواکونو ډزې وکړې، له شلو زيات يې ووژل او له لسګونو نور يې ټپيان کړل.

مطريه سيمه کې د مظاهره چيانو او امنيتي ځواکونو تر منځ سخت اخ و ډب وشو. مظاهره چيانو سره لېندې او کاڼي و، امنيتي ځواکونه يې نه پرېښودل، چې د دوی خوا ته ور لنډ شي او امنيتي ځواکونو پر مظاهره چيانو ناتاره ډزې پيل کړې، چې لسګونو کسانو ته يې په کې مرګ ژوبله واړوله او مظاهره چيانو سره په اخ و ډب کې يو پوليس وژل شوی او ګڼ نور ټپيان دي.

د مصر شمال سيناء کې لسګونو ډلو د پوځي کودتا پر ضد مظاهرې وکړې او امنيتي ځواکونو پرې ډزې وکړې او سيمه کې يې پر ګرځيدو بنديز ولګاو.

په عين حال کې د مصر په ځينو سيمو کې د «العقاب الثوري» په نوم يوې ډلې په ګڼو ځايونو کې د لويو لارو، اور ګاډي لاين د بندولو او ګڼو امنيتي ځواکونو د وژلو مسؤوليت منلی او زياته کړې يې ده، چې له دې وروسته به د مصر په بېلابېلو سيمو کې پر امنيتي ځواکونو بريدونه او چاودنې کوي او د دې لپاره يې خپل نظام ځواک تيار کړی دی.

د مصر ولسي ګوند اخوان المسلمين په خپل نوي پيغام کې ليکلي، چې د دوی سوله ييز انقلاب به روان وي او چې په هر صورت وي دوی به خپلو ارمانونو ته رسيږي، له هېواده به د فساد او ظلم ريښې پاکوي او هيڅ کودتايي ځواک د دوی د هيلو پر وړاندې خنډ نه شي جوړيدای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x