مارشال فهيم المان ته د درملني لپاره یوړل شو
نن ټکی آسیا: ځیني باخبرو سرچینو رسنیو ته ویلي چي د ولس مشر حامد کرزي لومړی مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم ډیر سخت ناروغه دی، او د درملني لپاره المان ته وړل شوی دی.
ویل کیږی چي مارشال فهیم د پخوا څخه د زړه او شکري ناروغي لري، خو اوس د نومړي دغه مرضونو ډیر زور اخیستی، او ناروغیی يې خورا زیاته شوې،
چي له امله یې هغه په بیړنۍ توګه د کابل له لاري جرمني ته یوړل شو، تر څو يې هلته تداوی وسي.
مارشال فهیم مخکي هم جرمني، او نورو هیوادونو ته سفرونه کړي، او یو ځل یې د مرګ اوازه خورا ډیره خپره شوه، خو ویل کیږي چي دا ځل یې روغتیايي حالت ډیر د اندیښني وړ دی.