افغانستان

د سرحدي عسکرو يو پلاوی راولپينډۍ ته رسيدلی

نن ټکی اسيا (دوشبنه، سلواغې ۶مه، ۱۳۹۳ل): د سرحدي عسکرو يو لس کسيزی پلاوی د دوه اړخيزو خبرو اترو په موخه راولپينډۍ کې د پاکستان د پوځ مرکزي دفتر«جي اي کيو» ته رسيدلی دی.

د پاکستاني پوځ د عامه اړيکو څانګې «ای ايس پي ار» له خوا په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې د افغانستان د سرحدي عسکرو يو لس کسيز پلاوی راولپينډۍ کې د پاکستان لوړپوړو نظامي افسرانو سره وليدل او په ګڼو امنيتي موضوعاتو يې خبرې اترې وکړې.

راپورونه وايي، چې د افغان سرحدي عسکرو د پلاوي مشري د سرحدي عسکرو عمومي قوماندان جنرال شفيق فضلي کوي او نوموړي سره په دغه سفر کې د ختيځ او سويل زونونو د سرحدي عسکرو افسران ملګري دي.

افغان چارواکي وايي، چې څه موده وړاندې د پاکستان د سرحدي عسکرو يو لوړپوړی پلاوی جلال اباد ته راغلی و او هغه مهال يې افغان سرحدي عسکرو ته د پاکستان د سفر بلنه ورکړې وه.

د ګډ حکومت په راتلو د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف او د ای ايس ای مشر جنرال رضوان اختر په ګډون ګڼو پاکستاني نظامي چارواکو کابل ته تکراري سفرونه وکړل او په مقابل کې د افغانستان لوی درستيز جنرال کريمي په ګډون د ملي اردو ګڼو افسرانو هم پاکستان ته سفرونه وکړل.

د څارونکو په وينا د دغو دواړو لوريو د سفرونو موخه د ډيورينډ کرښې دواړو غاړوته د وسله والو مخالفينو ځپل او د هغوی د فعاليتونو مخنیوی دی.

د تېرو څو کالو په ترڅ کې افغانستان کې د اشرف غني په مشرۍ ګډ حکومت پاکستان سره ښې اړيکې پيل کړي او اشرف غني په دې ګومان دی، چې له دې لارې به طالبان خبرو ته کينوي او يا به يې له صحنې وباسي، مګر کار پوهان وايي، چې اشرف غني لا هم د سيمې له سياسي جغرافيې سره بلد نه دی او فکر کوي، چې هر څه سم روان دي، مګر دی به هغه مهال په خپله تېروتنه پوهيږي، چې اوبه له ورخه تېرې وي.

داسې هم ويل، چې د افغان او پاکستاني نظامي چارواکو تکراري سفرونه له افغانستانه د امريکايي عسکرو د وتلو، سيمه کې د چين د نوي رول د پيلولو په موخه ترسره کيږي او داسې هم ويل کيږي، که افغانستان کې د چين رول پراخيږي، نو ورسره به هېواد کې د پاکستان اغېز نور هم زياتيږي.

دا لا نه ده څرګنده، چې د دغو تکراري سفرونو پايله به څه راوځي، مګر دومره ويل کيږي، چې د افغانستان او پاکستان پر جغرافيايي سياست به کوم مثبت اغېز ونه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x