نظــر

پر سوله ييزو مظاهره چيانو ناتاره ډزې، د مصر راتلونکی د تيارو پر لور…

ليکوال: عبدالباري عطوان
ژباړن: احمد جرس

د مصر د ولسي پاڅون څلورمه کليزه د دې پر ځای، چې په خوښۍ لمانځل شوې وای د کودتايي رژيم له خوا د وينو په ميدان بدله شوه او امنيتي ځواکو د هغو ولسي بې دفاع سوله ييزو مظاهره چيانو وينې تويې کړې، چې د منځني ختيځ تر ټولو فاسد او ظالم «حسني مبارک» د نظام د نسکورولو په خوښۍ کې راوتي وو.

امنيتي ځواکونو د دې کرښو تر ليکو له شپاړسو زيات مظاهره چيان وژلي دي. «اوس دا شمېر له شلو هم اوښتې»
باوري سروې ګانې وايي، چې د ۲۰۱۳م کال د جولای په مياشت کې د منتخب ولسمشر محمد مرسي پر ضد له پوځي کودتا وروسته امنيتي ځواکونو له ۱۴۰۰ زيات ولسي وګړي وژلي او له ۲۰زرو زيات کسان يې د تورو زندانونو بنديان کړي دي، چې ګڼ شمېر يې د کودتا پلوې محکمې له لوري په اعدام هم محکوم شوي دي.

دغه وژنې او زندانونه د مصري رژيم لپاره ښه زېری نه دی او نه به له دې لارې ولسي ملاتړ راخپل کړي او له دې لارې نه شي کولای په نړيواله کچه خپل باور زيات کړي، چې له اقتصادي ستونزو د خلاصون په موخه به نړيوال پورونه ورکړي.

دا وژنې په ټوله کې د مصر راتلونکي لپاره هم ښه زيری نه دی او که دا وژنې همداسې روانې وي، نو مصر به امنيت په سترګو هم ونه ويني.

مصري ولس د ظلم و فساد پر ضد، د انساني کرامت او ټولنيز عدالت په موخه ولسي پاڅون وکړ او غوښتل يې، چې د دغه فساد او ظلم عاملينو ته سزا ورکړي، مګر نن سبا چې مصر کې څه روان دي، دا ټول د مصري ولس له هغو ارمانونه او هيلو سره په ټکر کې دي او د مصري ولس د هغو سلګونو شهيدانو له وينو سره خيانت دی، چې د حسني مبارک د رژيم پر ضد ولسي په پاڅون کې شهيدان شول.

ددې سوله ييزو مظاهره چيانو ګناه څه ده، چې دوی د خپل ولسي پاڅون څلورمه کليزه لمانځي او مصري ځواکونه پرې ناتاره ډزې کوي او وژني يې؟

دا ټول ظلمونه او وژنې د څه لپاره؟

که ډېر اړ وي، نو اوښکې بهوونکی غاز او اوبه نه شته، چې پر مظاهره چيانو وشيندل شي؟ ايا مصر اوس هم د ډبرو او وحشت په زمانه کې پاتې دی؟

له مصري ولسي پاڅون او سوله ييز انقلاب سره سخت ظلمونه وشول او هغه چا دا وژنې او ظلمونه وکړل، چې ځانونه د مصري ولس د حقونو او ديموکراسۍ پلويان بولي.

زموږ په ګومان د مصر شريف ولس به هيڅکله له خپل ولسي پاڅون او سوله ييز انقلاب څخه لاس پر سر نه شي او پرې به نه ږدي، چې څوک د دوی له هيلو او ارمانونو سره لوبې وکړي. اوسني چارواکي غواړي، چې مصر يو ځل بيا د ظلم، جبر او وحشت پېر ته ورټېل وهي او د مصر ټولې زيرمې غلا کړي.

تېره ورځ چې مصري عسکرو کوم ځوانان ووژل، دا خو د دوی په ګومان د اخوان المسلمين «تروريستان» نه و، چې د دوی بهانه دې ورته جوړه وي، بلکې دا خو د مصر د شريف ولس هغه ځوانان او خواخوږي وو، چې د خپل هېواد لپاره خير او سوکالي غواړي.

آغلې شيماء، چې امنيتي ځواکونو پرې ډزې وکړې او شهيده يې کړه د اخوان المسلمين غړې نه وه او همدا رنګه ډېری هغه مظاهره چيان، چې دوی ووژل د اخوان غړي نه وو، بلکې دغو سوله ييزو بې دفاع مظاهره چيانو د مصر د ستر ولس استازيتوب کاوه او د همدې ولس د ښېرازۍ په موخه يې خپلې وينې تويې کړې او د ۲۰۱۱م کال د جنوري په ۲۵مه يې د همدې ولس لپاره يو سوله ييز انقلاب راوست.

ايا دا خلک ټول اخوانيان وو؟ ايا دوی کې د مصر نور شريف ولس نه و شامل؟

بل پلو د سيسي قضايي نظام د ظلم او فساد ګردې څېرې له بنده ازادوي او ظالم ديکتاتور حسني مبارک او نور پلويان يې ازاد کړل او پر سوله ييزو مظاهرو يې ناتاره ډزې پيل کړې؛ سلګونه مظاهره چيان يې ووژل او شاوخوا شل زره يې د درواغو تورونو له امله په زندانونو کې واچول، دا هيڅکله عدالت او انصاف نه شي کېدای، بلکې دا کار د انقلاب ضد کړيو غچ دی، چې له ولسي وګړو يې اخلي او دا انقلاب ضد کړۍ غواړي، چې مصر د تيارو او جهل پېر ته ورټېل وهي او له خپل ولس سره داسې چلند کوي، لکه وحشي ليوه يې، چې له بې دفاع پسونو سره کوي.

نن سبا، چې مصر کې څه روان دي، دا د ولسي پاڅون او سوله ييز انقلاب لپاره يو ماتم دی، چې څوک نه شي کولای د دغه سپيڅلي انقلاب قربانيان وستايي او يا لږ تر لږه هغوی سره خپله خواخوږي څرګنده کړي او که څوک داسې کوي، نو د سيسي رژيم يې تروريست او د هېواد دښمن بولي. د داسې خلکو لپاره تورونه او تهمتونه تيار پراته دي او جعلي محکمې او بې ضميره قاضيان پرېکړو ته نغد ناست دي.

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السيسي په خپل ولس پسې ټوپک راخيستی، وژني يې او په عين حال کې د امنيتي کشالو د له منځه وړلو پلانونه هم جوړوي او مصر کې يې د خبرو اترو ګردې لارې بندې کړي او نه غواړي، چې د مصري ولس ارزښتناکې وينې له تويدو وژغورل شي او په مصر کې امنيت او سوکالي راشي، مګر د سيسي دا کارونه به د ولس ټپونه نور هم قوي کړي، پر اور به نور تيل واچوي او مصر کې به د وسله وال پاڅون او سخت دريځۍ پلويان زيات شي او اوس هم مصر له څلورو خواوو د دغسې خلکو له خوا محاصره دی.

مصر کې بدلونونه راروان دي، خو د ښه والي پر لور نه، بلکې مصر د جهالت، ظلم او فسا پر لور روان دی. موږ له مصر سره مينه لرو او هيڅکله مو دا نه لوريږي، چې امنيتي ځواکونه دې پر سوله ييزو مظاهره چيانو ډزې وکړي. مصري عسکر پر سوله ييزو مظاهرو ډزې کوي او د نړۍ په تاريخ کې د يو داسې انقلاب کليزه لمانځل نه شي زغملی، چې ګردې نړۍ ته يې د ولسواکۍ او ديموکراسۍ نمونه وښوده.

الله تعالی دې د مصر د ۲۰۱۱م کال د جنوري د ۲۵مې سپېڅلی انقلاب وبښي او الله تعالی دې پر ټولو اوسنيو او پخوانيو شهيدانو رحم وکړي. الله تعالی دې د مصري ولس مل شي او راتلونکی يې ډېر بد او خطرناک ښکاري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x