افغانستان

غزني: اربکیانو د یو قومي مشر په کور چاپه وهلې

نن ټکی اسيا (دوشنبه، سلواغې ۶مه، ۱۳۹۳ل): د طالبانو ویاند وايي چې تېره شپه د غزني ولایت د شلګر ولسوالۍ په «ډیوې» کلي کې اربکیانو د یو قومي مشر «حاجي شیر داد» په کور د غلا په هیله چاپه ووهله چې د حاجي شیرداد د کورنۍ له وسلوال غبرګون سره مخ شول او څو تنو اربکیانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د هغو معلوماتو له مخې چې ذبیح الله مجاهد رسنیو ته استولي، او نن ټکی اسیا ته یې هم یوه کاپي رارسیدلې، ویل شوي چې اربکیان د شپې په دولس بجې د حاجي شیر داد په کور ورواوښتل چې له کور دننه پرې برید وشو او دوه اربکیان ووژل او نور په تیښته بریالي شول.

ویل کیږي چې له اربکیانو څخه ۵ میله سپکه او درنه وسله هم پاتې شوې.

حاجي شیر داد په سیمه کې تر یوه حده شتمن اوسیدونکی دی. د نوموړي له خولې ویل شوي چې اربکیانو یو ځل دی پخپله او یو ځل د ده زوی تښتولي او د همدغو تښتونو په فشار یې تر اوسه له ده څخه ۲۳ لکه روپۍ وړي دي.

ذبیح الله مجاهد د یادې پيښې په تعقیب زیاتوي چې د ژمي په رارسیدو سره اربکیان د قمار او چرسو پیسې له لاسه ورکوي او کورني ضرورتونه يې هم ډيرېږي. د نوموړي په وینا، په دولتي معاشونو د اربکیانو ګوزاره نه کيږي نو ځکه په دغه راز چور او چپاول لاس پورې کوي.

ښاغلي مجاهد په هغو رسنیو نیوکې کړي چې اربکیان د امن او ثبات لپاره ګټور بولي. نوموړی تاسف څرګندوي چې د اربکیانو «شریره پدیده» په ځینو رسنیو کې د ټولنې په امن راوستلو کې ګټوره تلقي کیږي او په جنایاتو یې سترګې پټیږي.

دا لومړی ځل نه دی چې په غزني کې د اربکیانو له لاسه د ولسي خلکو او قومي مخورو د ازار او اذیت راپورونه ورکول کیږي. څه موده وړاندې په ګیلان ولسوالۍ کې میشتو اربکیانو د دې ولسوالۍ د شینکۍ کلي یو تن سپین ږیری «باز محمد» له اختطاف وروسته وژلي او په څاه کې اچولی وه.

د سیمې د خلکو له قوله اربکیانو د باز محمد له کورنۍ څخه د سل زره کلدارو غوښتنه کوله، که څه هم د نوموړي کورنۍ ټاکلې اندازه پیسې وروسپارلې خو اربکیانو نوموړی وواژه.

د دې ولایت د قره باغ ولسوالۍ اربکیانو بیا په هر کلي باندې د ژمي په رارسیدو سره اتیا منه لرګي جبري کړي چې د سرغړونې په صورت کې ولسي خلک د مرګ تر بریده مجازات کیدای شي.

همدا راز اربکیانو د ګیلان ولسوالۍ له کوچیانو په زور پسونه وړي دي او ان د کوچیانو له کډو نه يې سپي هم خپلو پوستو ته بیولي دي.
د غزني اوسیدونکي وايي چې اربکیان په زور په نوبت سره له هره کوره درې وخته خواړه چې د پسه درې کیلو غوښه او شپيته پاستي ډوډۍ پکې ضروري ده را ټولوي.

اربکیان چې د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې خدمت کوي، د ملي پاڅونوالو په نامه هم یادیږي.

د اربکیانو له ظلمه کړیدلې کورنۍ وايي چې دوی مجبور دي، چې د اربکیانو پر ضد د طالبانو ملا وتړي او د خپل ځان، مال، عزت او ناموس د خوندیتوب لپاره د دوی مقابله وکړي.

د چارو د شنونکو له قوله د دولت د امنیتي ځواکونو دا ډول چلند د دولت او ولس ترمنځ فاصله لا ډېروي او ښايي د طالبانو لیکې پرې نورې هم غښتلې شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x