افغانستان

طالبان: کندز کې د تلفاتو ادعا دروغ ده، بلکې ۵ پوستې مو نیولي دي

نن ټکی اسيا (دوشنبه، سلواغې ۶مه، ۱۳۹۳ل): طالبانو د کندز ولایت چارواکو هغه ادعا «له حقیقت څخه لرې» وبلله چې ګواکې د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې يې له طالبانو څخه کلي بیرته نیولي او ۶۰ تنه طالبان یې وژلي دي.

طالبانو په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې له څو ورځو راهیسې يې په سیمه کې د اربکیانو پر خلاف د پیل کړو عملیاتو په لړ کې ۵ پوستې نیولي او ګڼ کلي یې له اربکیانو څخه پاک کړي دي.

د ذبیح الله مجاهد په خبره، د ۳ اربکي قومندانانو په ګډون یې له دیرشو زیات اربکیان له مینځه وړي دي.

ښاغلی مجاهد زیاتوي چې په دغو جګړو کې «۳ عرادې نظامي موټر، ۱ عراده ټانګ او په لسهاوو میله سپکه او درنه وسله» لاس ته ورغلې ده.

تېره ورځ چارواکو اعلان وکړ چې په کندز ولایت کې يې دیرش کلي له طالبانو څخه بیرته نیولي دي. له دې وړاندې افغان چارواکو دا نه منله چې ګواکې دغه کلي د طالبانو لاس ته لویدلي دي.

د امام صاحب ولسوالۍ امنیه قومندان امان الله ابراهيمي د «غراو» په سیمه کې فقط د دوه کليو سقوط منلې وه‎. د چارواکو دغسې څرګندونې ګڼې پوښتنې راولاړوي چې یاد ۳۰ کلي کله د طالبانو لاس ته لویدلي وه او ولې دولتي چارواکو دا پیښه هغه مهال له رسنیو سره نه شریکوله؟

په دې اړه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:

«د هيواد په هره برخه کې چې دښمن کامياب نشي، بلکې تلفات وويني، سیمې له لاسه ورکړي او د مجاهدینو په لور د پرمختګ میدان بايلی نو سم لاسي په مطبوعاتو کې دخپل بري او د مجاهدینو د تلفاتو راپورونه خپاره او بیا ورسره د عملیاتو پای اعلان کړي».

ښاغلی مجاهد زیاتوي چې د سیمې خلک شاهدان دي چې دولتي عسکرو مطلقه ماتې خوړلې، او په خبره یې، د روحیې په بایللو سره یې سیمه پریښې ده.

امام صاحب د هېواد په شمال کې له تاجکستان سره په پوله پرته ولسوالي ده، چې ډېري سیمې يې د طالبانو په واک کې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x