افغانستان

ترافيکي پېښې درېيو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

 

car_accidentد پکتيکا ولايت د ښرنې ـ اورګون پر لويه لاره نن د يوې ترافيکي پېښې له امله يو تن مړ او دوه نور ټپيان شول او په راکټي بريد کې يوه انجلي ټپي شوه.

د پېښې يوه عيني شاهد سيف الله وويل چې پېښه د دوو کرولا ډوله موټرو د بې احتياطۍ او تېز تګ له امله رامنځ ته شوه.

د نوموړي په وينا، وژل شوى تن د خوست ولايت اوسېدونکى او ژوبل شوي يو د ميدان وردګو او بل د پکتيکا اوسېدونکي دي.

د ښرنې د ملکي روغتون د عاجلي څانګې کارکوونکي بريالي بهرام پېښه تاييد او زياته يې کړه  ، چې له پېښې وروسته درې تنه په ټپي حالت کې دوى ته وروړل شوي، چې يو تن يې د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړه.

نوموړى زياتوي، چې د ټپيانو روغتيايي حالت هم ښه نه دى او د درملنې په موخه يې پلازمېنې  کابل ته ولېږل.

د يادونې وړ ده، چې تېره چهارشنبه هم د ښرنې ـ يوسف خېلو پر لويه لاره له موټرسايکل سره د پوليسو د يوه رېنجر موټر د ټکر له امله د ښرنې اړوند د زاولو د کلي يوه اوسېدونکي خپل ژوند له لاسه ورکړى و.

د يو بل خبر له مخې، د ښرنې د ملکي روغتون د عاجلې څانګې کارکوونکي وايي، چې دې روغتون ته يوه ټپي نجلۍ هم راوړل شوې ده.

د سرچيني په وينا، دا نجلۍ د ښرنې اړوند د حاجي ډډي په کلي کې د ميزاييلو د لګېدلو له امله ژوبله شوې وه.

دولتي چارواکو او وسله والو طالبانو د مزاييلو د توغولو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

ابدالي محزون – پکتیکا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x