ورزش

د استرالیا او هندوستان لوبه بې نتیجې شوه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغې ۶مه ۱۳۹۳ل): د استرالیا، هندوستان او انګلینډ لوبډلو تر منځ د یو ورځنیو لوبو سیالي روانه ده. د دغې لوبو په ترڅ نن د هندوستان او استرالیا لوبډلو تر منځ لوبه وه.

نننۍ لوبې پچه د استرالیا لوبډلې لوبډل مشر وګټله او سیالې لوبډلې ته يي د توپ وهنې بلنه ورکړه. هندوستان په ۶۹ منډو خپل دوه لوبغاړي له لاسه ورکړي وو.

رهانې په ۲۸ او کولي په ۳ منډو په ډګر ولاړ ول چې د باران له امله لوبه وځنډیده. له ځنډ وروسته لوبڅارانو لوبه بې نتیجې اعلان کړه.

د دې لوبې په نتیجه کې به دواړو ټیمونو ته دوه دوه نمبرې ورکول کیږي.

استرالیايي لوبډلې له مخکې د دغې سیالۍ پایلوبې ته لار موندلی دی او د هندوستان او انګلینډ لوبډلو تر منځ به لوبه ترسره شي چې د دغې لوبې ګتونکی به پایلوبه کې د استرالیا لوبډلې سیال شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x