نړۍ

مصر : د پخواني ولسمشر حسنی مبارک دوه زامن خوشې شول

سليمان متوزی

نن ټکی اسيا (دوشنبه، سلواغې۶مه، ۱۳۹۳ل) : د مصر د پخواني ولسمشر حسني مبارک د حکومت له سقوط وروسته سمدستي د ده دوه زامن ونيول شول او زندان کې په بند محکوم شول، چې اوس له څو کلو بند تېرولو وروسته بيرته راخلاص شول.

مصري چارواکو هم د دوی خوشې کېدا منلې او رسنيو ته يې ويلي چې د پخواني ولسمشسر حسنی مبارک دواړه زمن نن له بنده خوشې شوي دي. چارواکو د دوی دواړو نومونه علاء او جمال مبارک ښوولي.

د يو بل خبر له مخې مصر کې د محمد مرسي په حکومت د کودتا پر ضد لاريونونو باندې مصري ځواکونو ډزې کړې دي چې په ترڅ کې يې له شلو زيات لاريون کوونکي وژلي او لسګونه نور يې ټپيان کړي دي، په داسې حال کې چې دوی جګړه ايز لاريون نه بلکې سوله ايز لاريون کاوه.

رسنۍ وايي تېره ورځ ناوخته د مصر پلازمېنه قاهره او ځينو نورو ښارونو کې د محمد مرسي په حکومت د پوځ له خوا د ترسره شوې کودتا په ضد لاريونونه روان ؤ ، چې د دې هېواد امنيتي ځواکونو په لاريون کوونکو ناتاره ډزې پيل کړې، چې له شلو زيات لاريون کوونکي پکې ووژل شول او لسګونه نور ټپيان هم شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x