په پکتيکا کې ٢٤ مېرمنې د قابله ګۍ له کورس څخه فارغې شوې
په پکتيکا ولايت کې د لومړي ځل لپاره ٢٤ مېرمنې د قابله ګۍ له ١٨ مياشتني کورس څخه فارغې شوې.
د پکتيکا والي محب الله (صميم) په هغه مراسمو کې چې پدې اړه جوړ شوي وو وويل، چې د دغو قابلو روزنه لويه لاسته راوړنه ده.
صميم پر قابلو غږ وکړ،چي له خپلو زده کړو عملي ګټه واخلي او د پکتيکا د مېرمنو او ماشومانو خدمت وکړي.
د پکتيکا والي د عامې روغتيا له مسوولينو د مننې ترڅنګ د دغه کورس برخوالو ته د هر راز مرستې او کومک ډاډ ورکړ.
د دغه کورس مالي لګښت (USAID) ورکړى، چې اندازه يې معلومه نه ده او د سمبالښت او پرمخ بيولو چارې يې د (I M C) موسسې پر غاړه وې.
د پکتيکا د عامي روغتيا رييس ډاکتر ولي ګل وويل، چي دغو ۲۴مېرمنو د ۱۸مياشتو په موده کې د قابله ګۍ زده کړې کړې دي.
هغه وويل، چې له ۲۴مېرمنو څخه ۱۶يې د پکتيکا او پاتې يې د نورو ولايتونو اوسېدونکې دي، چې په خپلو سيمو کې به له ښځينه ناروغانو سره مرسته کوي.
د دغه کورس مشرې ډاکتر شکيلا (بيدار) وويل، چي تر اوسه پکتيکاوالو په دې برخه کې ډېرې ستونزې لرلې، خو اوس به د دغو ۲۴قابلو له فراغت سره د دوى ستونزې تر يوه بريده هوارې شي.
پکتيکا ولايت د هېواد په جنوب ختيځ کې پروت هغه ولايت دى چې په ډېرى سيمو کې روغتيايي اسانتياوې يا بيخي نشته او يا په نېشت حساب دي
د يادولو ده، چې په پکتيکا کې د لومړي ځل لپاره د قابله ګۍ دغه ۱۸مياشتنى کورس پاى ته رسېږي.
ابدالی محزون – پکتیکا