نړۍ

سپينه ماڼۍ کې بېړني امنيتي حالات اعلان شول

نن ټکی اسيا (دوشنبه، سلواغې ۶مه، ۱۳۹۳ل): د امريکا د استخباراتي پولیسو ادارې له خوا په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې يوه نا معلومه څارګره الوتکه د سپينې ماڼۍ په انګړ کې کوزه شوې ده.

چارواکو په دې اړه نور معلومات ورنکړل، مګر دومره يې وويل، چې ډرون الوتکه پر ځايي وخت نن سهار وختي درې بجې د سپينې ماڼۍ په انګړ کې کوزه شوه، مګر څه زيان يې نه دی اړولی.

د اوباما مطبوعاتي سلاکار جوش ايرنيسټ هند ته د اوباما د سفر په اړه رسنيو په خپلو خبرو کې وويل، چې د ډرون په څېر يوه آله يې په سپينه ماڼۍ کې موندلې، مګر په دې اړه يې د ډېرو معلوماتو له ورکولو ډډه وکړو.

ان بي سي امريکايي تلويزون وايي، چې د سپينې ماڼۍ شاوخوا سيمې امنيتي ځواکونو کلابندې کړي او د سپينې ماڼۍ ګارډ ته د تيارسئ امر شوئ، د ماڼۍ دننه او بهر څلور خواوو کې سخت امنيتي تدابير نيول شوي دي او هيچاته د تګ را تګ اجازه نه ورکول کيږي.

دا پېښه په داسې حال کې شوې، چې د امريکا ولسمشر بارک اوباما او لومړۍ مېرمن مېشل اوباما د هند پلازمېنه نوي ډيلي کې دي او تر اوسه دا نه ده روښانه شوې، چې د اوباما لورګانې په سپينه ماڼۍ کې دي او که نه؟

سپينې ماڼۍ کې د ډرون پيدا کېدل د امريکا د پټو پوليسو د اغيز او خدماتو په اړه شکونه راپيدا کړي دي.

ايسوشيټيډ پريس خبري اژانس وايي، چې د روانې مياشتې په پيل کې د امريکا د پټو پوليسو څلور افسران له دې امله له دندې ګوښه شوي وو، چې پر سپينه ماڼۍ د بريد په مخنيوي کې پاتې راغلي وو.

تېر ډيسمبر کې د ټيکساس ايالت يو ځوان چاړه په لاس سپينې ماڼۍ ته په ننوتو بريالی شوی و او له هغې وړاندې پر سپينه ماڼۍ د ډزو له امله د ماڼۍ شيشې ماتې شوې وې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x