نړۍ

ګارډين: امريکا د بشارالاسد رژيم نسکورول نه غواړي

نن ټکی اسيا (سه شنبه، سلواغې ۷مه، ۱۳۹۳ل): له لندنه خپرېدونکې ګارډين ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه کې د سيمون ټيسډال«امريکا نور نه غواړي، چې د بشارالاسد رژيم نسکور کړي.» په عنوان يوه مقاله خپره کړې ده.

ورځپاڼه زياتوي، چې روانه اونۍ د روسيې په مشرۍ د سوريې کشالې د ستونزې د حل په موخه د امريکا ملاتړ په دې معنا دی، چې امريکا له خپلې اوږدې غوښتې لاس پر سر شوې او له دې وروسته نه غواړي، چې بشارالاسد دې له واکه لرې شي.

ټيسډال وايي، چې ۲۰۱۱م کال راهيسې، چې سوريه کې د بشارالاسد پر ضد ولسي پاڅونونه پيل شوي، روسيه د بشارالاسد ملاتړ کوي تر دې، چې ملګرو ملتونو نوموړی په جنګي جرمونو تورن کړ او تر اوسه هم خپل دغه ملاتړ ته دوام ورکوي.
له دې وړاندې امريکا، برتانيا، اروپايي ټولنې، ترکيې، سعودي عربستان او د اسد امريکا پلوو مخالفينو ټينګار کاو، چې د سوريې ستونزه تر هغو نه شي حل کېدای، تر څو چې بشارالاسد په واک کې وي.

ليکوال د امريکا د بهرنيو چارو وزير جون کيري هغو څرګندونو ته اشاره کوي، چې د تېر کال اکتوبر مياشت کې يې په دې ټينګار کاو، چې د سوريې ستونزه تر هغو نه شي حل کېدای، تر څو چې بشارالاسد له واکه نه وي ګوښه شوی، مګر وړمه ورځ کيري سوريې لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي سټيفن دي ميسټورا سره په خپله ليدنه کې دې موضوع ته هيڅ اشاره ونه کړه.

ټیسډال زياتوي، چې د امريکايي ولسمشر بارک اوباما لومړيتوب د اسلامي دولت ځپل دي، چې د سوريې نيمه او د عراق ډېره برخه يې نيولې ده او د دې تر څنګ هيله من دی، چې ايران سره د اتومي انرژۍ ستونزه حل کړي او زياتوي، چې روس غواړي، منځني ختيځ کې د تروريزم پر ضد جګړه کې خپل رول ادا کړي او د همدې موخې لپاره د روس د بهرنيو چارو وزارت پلازمېنه مسکو کې د تروريزم ضد جګړې لپاره درې ورځنۍ غونډه رابللې ده.

امريکايي او روسي کارپوهان وايي، چې امريکا او روس د تروريزم پر ضد ګډه اجنډا لري او غواړي، چې سوريه کې جګړه پای ته ورسوي او د جينوا تړون عملي کړي.

سيمون ټيسډال د خپلې مقالې په پای کې ليکلي، چې د امريکا له نظره د دوی لپاره بشارالاسد ستر ګواښ نه دی، بلکې د امريکا لپاره تر ټولو ستر ګواښ اسلامي دولت دی، چې غواړي، پر لويديزو هېوادونو بريدونه وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x