افغانستان

دزابل ولایت لپار ه نوی امنیه قومندان وټاکل شو

qalat
نن ټکی آسیا….دکورنیوچارودوزارت دوړاندیز پربنیاد دولس مشر کر زي دځانګړي فرمان له مخې دزابل ولایت لپاره  سمنوال فضل احمدشیرزاد  دنوي امنیه قومندان  په حیث ټاکل شوی دي  . نوموړی تردي وړاندي دارزګان ولایت دامنیه قومندان په حیث دنده ترسره کوله چې په دې وروستیوکې په امنیتي چاروکې دپاتې راتلوله کبله دارزګان خلګ سخت تری نه ناراضه اوپه شکایت وو ، اوله همدې کبله ولس مشر کرزي څوورځې وړاندي نوموړی له دندي ګوښه کړي وو اوپرځای یې قومندان مطیع الله د دارزګان ولایت دامنیه قومندان په توګه  ټاکلي وو .
د یادونې وړده چې دتيري پنجشنبي په ورځ د زابل د مركز كلات اړوند د سينك په سيمه كي د يو لړ عملياتو پر مهال دري وسله وال طالبان وژل شوي وه چي تر دفن كيدو وروسته د زابل  ولایت د چارواكو له لوري بيرته له قبرونو ځخه را ايستل شوي وه چي ددوي ددغه عمل له کبله  د جمعي په ورځ دزابل اولسي خلګوپه غبرګون كي پراخ لاريون ترسره کړ چي په تاوتريخوالي واوښت او په کې درې لاریون کونکي اویوپولیس ووژل شول.  بایدوویل شي چې دمړوپه راایستلوکې امنیه قومندان اویوقاضي تورن بلل شوي دي دولس مش دویندوي له دفترځخه په صادره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې ولس مشرپه خپلوخبروکې  دغه کارسخت غندلي دي  اوله قبرونوڅخه دمړو رایستل یې دافغانانوله عنعناتواودشریعت مخالف کار بللي دي اوویلې یې دي  چې دزابل چارواکوله خپلودندونه ناوړه ګټه پورته کړي ده نوله همدي کبله دي ژر ترژره له خپلو دندوګوښه کړل شي بل خوادزابل دسلګونو سپین ژیروله لوري په یوه غونډه کې دولس مشرپردغه اقدام خوښي څرګنده شوې ده اودغه کاریې یونیک کاراوددوي له غوښتنې سره سم بللي دي دوي وایې چې په تاوتریخوالې کې ددوي درې تنه مړه اوپنځه کسه نورژوبل شوې دي

ندیم توخي 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x